Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې چاودنې پر کوردننه او بهر سخت غبرګونونه پارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/24

کابل  کې د وزیر اکبر خان جومات مخې ته پروني موټر بم برید د مرګ ژوبلې شمېر ۴۸ تنو ته رسېدلی دی. 

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي،د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي او د ماشومانو په ګډون اووه کسانو ژوند بایللی او ۴۱ نور ټپيان دي.

له اسلامي امارت پرته هم پر کور دننه او بهر دا بريد په سختو ټکو غندل شوی دی. 

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او کابل کې د امریکا سفارت په یو ټویټ کې دا برید نه بښونکی جنایت بللی دی.

کابل کې د امریکا سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«  د امریکا متحده ایالات په کابل کې د وزیر اکبر خان جومات بهر پر لمونځ کوونکو وحشیانه برید پر ککله غندي او دا ډول بریدونه د توجیح وړ نه دي. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هېله کوو.»  

افغانستان کې د ملګرو متلونو  سیاسي استازولي ( يوناما) هم دغه برید ته په اشارې  ويلي،چې دا برید د يوې بلې ترهګریزې ډلې د فعالیت يادونه ده،چې ملکيانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. 

یوناما زیاته کړې:« په افغانستان کې د روانې ناامنۍ او ترهګریزو فعالیتونو  یوه بله یادونه، کابل کې د یوه جومات مخې ته چاودنې د زیانونو تر څنګ درنه مرګ ژوبله اړولې. موږ د وژل شویو کسانو له  کورنیو سره خواخوږي شریک کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هېله کوو.» 

د اسلامي امارت امنیتي مسولین وايي، د برید په تړاو یې څېړنې پیل کړي او ژر به یې عاملین پیدا او مجازات کړي. 

د جمعې ورځې خونړي برید مسوولیت که څه هم تر اوسه پورې کومې وسله‌ والې ډلې نه دی منلی،خو پر جوماتونو او عبادت کوونکو بریدونو عام افغانان اندېښمن کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist