هغه زیاته کړه:« د پکتیا بندر ترانزیټ کول دي،چې تر اوسه پورې ترانزیټ شوی نه دی.موږ له دې لارې هره ورځ له ۲۰۰ تر ۲۵۰ موټرو پورې صادرات لرو، خو تر اوسه پورې ترانزیټ شوی نه دی. زموږ غوښتنه دا ده،چې دغه لاره دې ترانزیټ شي.»
سوداګر او صنعت کاران د پټان لارې د رسمي ترانزیټ لپاره پکتیا کې د هند او پاکستان کونسلګريو شتون اړین بولي او له اسلامي امارته غواړي،چې له هندي او پاکستاني چارواکو سره دې خبرې وکړي.
د پکتیا صنعت او کانونو خونې مشر فضل الدین جلالزی وايي:« موږ د دوو هېوادونو کونسلګریو ته ډېره اړتیا لرو. څنګه چې موږ وایو دا زون دی او د زون مرکز دی، نو هر زون یو کونسلګري لري،خو متاسفانه چې پکتیا کې کونسلګري نه شته ده، په ځانګړي ډول موږ د پاکستان او ایران کونسلګریو ته ډېره اړتیا لرو،چې دلته باید پرانېستل شي.»
سوداګر وایي، له ځېنو سونزو سره سره د اسلامي امارت له واکمن کیدو را وروسته په ټولییز ډول د هېواد پر کچه صادارات ۴۵ سلنه زیات شوي دي.
سواګر او صنعت کاران وایي،که د پټان لاره په رسمي ډول ترانزیټ شي،د صادراتو کچه به لوړه او د اسلامي امارت عواید به هم ورسره زیات شي.