په هرات ولایت کې د خوراکي توکو یو شمېر پلورونکي وایي، په دې وروستیو کې د اوړو، غوړیو او وریجو په بیو کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې کموالی راغلی دی.
د خوراکي توکو ځینې پلورونکي د بیو د کمېدو یو لامل په نړیوال بازار کې د لومړنیو توکو ټيټې بیې یادوي.
خو له حکومته یې غوښتنه دا ده،چې د لومړنیو خوراکي توکو لپاره دې ثابت بیې وټاکي.
هرات کې د خوراکي توکو تن هټۍ وال وايي:« د افغانستان ډېری غوړي له اوکراین او مالیزیا راځي. د دې له امله چې له مالیزیا څخه په غوړیو بار بېړۍ په حرکت کې دي، نو د غوړیو بیې هم ټیټې شوې دي.»
د هرات یو بل د خوراکي توکو هټۍ وال بیا وايي:« بازارونو کې بیې ثابتې نه دي. کله لوړ شي او کله هم ټیټ شي. ځینې وخت سوداګر یو څیر ګران واخلي خو بیې بېرته راښکته شي او پلور یې په کمه بیه کېږي. ځینې وخت پېرېدونکي او ځینې وخت هم سوداګر زیان ویني.»
هرات کې د خوراکي توکو هټۍ وال بیا:« د تېر په پرتله د خوراکي توکو بیې ښه دي ټېټې شوې دي. مخکې یو کیلو نخود په ۱۷۰ افغانۍ وو خو اوس ۱۱۰ ته یې بیه را ښکته شوې ده.»
د هرات اوسېدونکي د خوراکي توکو بیو له ټېټیډو خوښ دي، خو وایي، په دې شرایطو کې دا بیې اوس هم لوړې دي او باید د لا کموالي لپاره یې حکومت کار وکړي.
د هرات ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« له اقتصادي پلوه زموږ خلک فلج دي. هر څومره چې بیې کمې شي او په دې برخه کې ښاروالۍ او دولت پاملرنه وکړي، خوښېږو.»
د هرات ولایت یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« څومره چې ارزاني راشي هغومره د افغان مظلوم ملت په حق ښه کار دی. د اوکراین او دا ډول جګړو یو څه بیې لوړې کړې او په وروستیو کې طبیعي پېښو لکه زلزله او سېلابونو بیا خلک ډېر بېوزله کړي دي.»
په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي یو لامل لوړه مالیه او تعرفه ده،چې د خوراکي توکو واردکوونکي یې پر راکمېدو ټېنګار کوي.
د دوی په خبره، اوس مهال په هرات کې ګمرکي تعرفه له ۱۰ تر ۳۰ سلنو پورې ده.
د یاد ولایت د خوراکي توکو د وارد کوونکو ټولنې مشر نجیب الله خیر اندیش وايي:« هو د مالیاتو ډېروالی شته او تعرفې لوړې دي. وروستیو کې مو کندهار کې په دې تړاو یوه غونډه درلوده او نږدې راتلونکي کې به له خپل تخنیکي ټیم سره کابل ته هم ولاړ شو څو په دې تړاو بحث وکړو چې هغه جنسونه چې مشابه یې په هېواد کې دننه تولیدیږي د هغې تعرفې را ټیټې کړو.»
د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ په هېواد کې په تېر یوه کال کې د خلکو توان د خوراکي توکو د اخېستلو لپاره ۹۰ په سلو کې ټیټ شوی دی.
اسلامي امارت له روسیې سره د خوراکي او سون توکو قرارداد کړی دی،چې پر وینا یې ژمي ته په رارسېدو سره هڅه کوي،د ستونزو مخه ونیسي.