راپورونه وايي، د پاکستان پوځي واکمنان اوسمهال د خپلو پالیسو د تطبیق لپاره یو شمېر سیاسي مخالفین او ولسونه نه یوازې په محدودیت کې ساتي بلکې ور سره همهاله د ځپلو لپاره بېلابېلي پلمې لټوي.
په خیبرپښتونخوا کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او اړوند ادارو یې د وسله والو مرګوني بریدونه، د سیاسي ګوندونو سخت اختلافونه او د اقتصادي محدودیتونو له امله د ولسونو تقابل هغه سترې ننګونې دي چې د پاکستان پوځي واکمني یې د خپل کنټرول لاندې جغرافیه کې تجربه کوي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر، ایمل ولي خان وايي، اسلام اباد د خپلو نظامي مخالفو اړخونو مرکزونه پېژني او ورته معلوم دي، خو د خپلې سیاسي موخو لپاره پښتنې سیمې تل د اور په لمبو سوځي.
ولي خان زیاته کړې: « کله چې عام خلک د وسله والو او د هغوی د مرکزونو په اړه معلومات لري، نو دومره استخباراتي ادارې ولې له دې معلوماتو نه دي خبرې؟ د وسله والو له منځه وړلو لپاره باید له وسله والو سره د مرستې او اسانتیاوو برابرولو لړۍ بنده شي.»
په سیاسي برخه کې د پاکستان پوځي رژيم پر وړاندې د مخ په زیاتېدونکو اختلافونو تر څنګ، د دې رژيم پر وړاندې وسله والو خوځښتونو هم تر نورو وختونو شدت موندلی.
تازه تحریک طالبان پاکستان(ټيټيپي) ته منسوبو ادرسونو ویلي چې د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل کې یې د پاکستان په امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه کړي.
هغه ویډیو چې ددې ډلې له لوري په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ورښيي چې وسله وال کسان د پاکستان په پوځي موټرو مخامخ ډزې کوي.
د سیه ییز وضعیت څارونکي وايي، اسلام اباد تل د لوېدیځ د اهدافو د تحقق په موخه هغه محکوم ولسونه ځپي چې پاکستان یې له وړاندې بنسټیز حقونه ترې اخیستي دي.
د چارو شنونکی، احمد خان اندړ وايي: « زه باور لرم چې اوس نړۍ هم د پاکستان په دې مکارانه سیاست پوهه شوې او د محکوم افغانستان ولسونه هم خپل مقاومت او غوښتنې هېڅکله نه دروي. نو د پاکستان لپاره لازمه ده چې په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي او د خلکو حقوق ورکړي.»
باور دا دی چې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او یو شمېر نورو سیمو کې د اسلام اباد روانه پوځي سټراټیژي به نه یوازې سیمه ییز ټیکاو وننګوي بلکې د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د وسله والو مخالفتونو جبهې به نورې هم زیاتې کړي.