Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/10/14

د کورنیو تولیداتو نندارې ته وړاندې کول، د سوداګریزو اړیکو پراخول او د پانګونې د فرصتونو رامنځته کول؛ دا هغه موخې دي چې د امام ابوحنیفه(رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په ترڅ کې پرې ټینګار وشو. د اوو ورځو په تېریدو سره دا نندارتون د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د یو لړ مراسمو په تر سره کولو سره پای ته ورسېده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، په دې نندارتون کې شاوخوا ۷۰۰ غرفې اېښودل شوې وې او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترڅنګ، له بېلابېلو هېوادونو۵۰۰ تنو سوداګرو او پانګوالو هم په کې ګډون کړی و.

د یاد نندارتون له لارې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ ګڼې مخامخ ناستې هم تر سره شوي چې په پای کې یې د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښته تړونونه هم لاسلیک کړل.

د سوداګری او پانګونې خونې رییس وايي، له دې ننندارتون موخه د کورنیو تولیداتو د پېژندنې، د پېرودونکو د جذب او بهرنیو بازارونو ته د افغان محصولاتو د رسولو لپاره مهم فرصتونو برابرونه وه.

سید کریم هاشمي وايي: « د دې نندارتون له مهمو اهدافو د افغانستان د خصوصي سکټور استازو، سوداګرو او د ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو له استازو او سوداګرو سره د ګڼو دوه اړخیزو ناستو جوړېدل وو. دا د خوښۍ ځای دی چې د دغو ناستو او خبرو اترو په پایله کې د ۹۳۴ میلیونه او ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت قراردادونه او تفاهم لیکونه لاسلیک شول. دا لاسته راوړنه د تجارتي اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو لپاره د زمینې جوړولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.»

په ورته مهال، د امام ابوحنیفه د نندارتون پای په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو وویل چې له ګڼو محدودیتونو سره سره، د اسلامي امارت مسوولینو د دوامداره زحمتونو په تر سره کولو سره وښوده چې د افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ ته ژمن دي.

نوموړي له پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې له شته ظرفیتونو او فرصتونو په استفادې، پانګونه وکړي.

احمدالله زاهد وايي: « اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره تر ټولو غوره زمینه مساعده ده او موږ په ټولو افغانانو او هغو کسانو چې په بهر کې یې پانګونه کړې، غږ کوو چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. موږ پر ګاونډیانو هم غږ کوو چې د افغانستان په نړیوالو نندارتونو کې ګډون وکړي، له افغان تولیدوونکو، تولیداتو او سوداګرو سره وپېژني.»

بله خوا، د ایران سفارت سرپرست هم په دې مراسمو کې د ګډون پرمهال ویلي چې د امام ابوحنیفه نندارتون دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ د پانګونې لپاره ښه فرصتونه ایجاد کړي.

نوموړي زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه را منځته شوي او د سیمې هېوادونه د یوه ښه بازار په سترګه ورته ګوري چې ورسره به د دې هېواد قتصاد هم وغوړیږي.

علي رضابیګدلي وايي: « موږ باور لرو چې له دې وروسته به دواړه هېوادونه لا ښې تجارتي او اقتصادي اړیکې ولري. زه هغو ټولو کسانو مننه کوم چې د افغانستان او ایران له پلاوو سره یې مرسته وکړه. زه له هغو کسانو چې پانګونې ته چمتو دي او له ایرانه راغلي چې دلته پانګونه وکړي، دوی ته باید لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو لا سترو شرکتونو ته د ګډون زمینه برابره شي.»

د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون په داسې حال کې پای ورسېده چې په دې وروستیو کې د هېواد خصوصي سکټور له حکومتي چارواکوسره په ګډه، د کورنیو تولیداتو او  محصولاتو لپاره د نویو بازارونو موندلو او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې ګړندۍ کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري
افغانستان

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ
افغانستان

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist