شمال بلخ ولایت کې د روغتیایي زده کړو انسټیټیوټ مسوولین وايي،په دغه انسټېټیوټ کې د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.
دوی وايي، د عامې روغتیا وزارت څخه غواړي،چې د انسټیټیوټ مسلکي ښوونکو په تشکیلاتو کې دې ډېروالی راولي.
د یاد انسټېټیوټ آمر ډاکټر خلیل مهرابي وايي، اوس مهال د بلخ روغتیایي زده کړو انسټېټیوټ کې څلور سوه نارینه او ښځینه محصلین زده کړې کوي،چې ډیری یې د لرې پرتو ولسوالیو دي.
مهرابي زیاته کړه:« موږ شااوخوا ۱۰ نورو ښوونکو ته اړتیا لرو. څومره چې زده کړیالان زیاتیږي،هم مهاله ورسره د ښوونکو په شمېر کې هم باید زیاتوالی راشي. د عامې روغتیا وزارت له مشر مو غوښتنه وکړه،چې دلته ځینې همکاران په افتخاري ډول درس ورکوي او موږ نه شو کولی د حاضرۍ له مخې دوی کنترول کړو.»
بل پلو د زده کړیالان بیا له یادې ستونزې شکایت کوي او وایي،د ښوونکو د کمښت له امله د یو شمیر مضامینو له لوست هم بې برخې دي.
د نرسنګ څانګې زده کړیال حبیب الله وايي:« اوس افتخاري ښوونکي راځي. دلته درس ورکوي، خو موږ د هغوی له بیوګرافۍ نه یو خبر،چې دوی مخکې هم درس ورکړی او تجربه لري که نه؟ موږ غواړو،داسې ښوونکي ولرو،چې تجربه ولري، ځکه سبا ورځ موږ همدې ټولنې ته د خدمت لپاره ملا تړو.»
د قابلګۍ څانګې زده کړیاله مدینه آقا زداه بیا وايي:« کله چې کومه پېښه رامنځته کېږي،موږ یې کولی شو درملنه وکړو او ښار ته د تګ اړتیا نه لیدل کېږي. دلته چې کوم امکانات لرو،کولی شو د ناروغانو په درملنه کې ترې استفاده وکړو.»
د نرسنګ څانګې زده کړیال شېر محمد محمدي وايي:« غوښتنه مو دا ده،چې زموږ لپاره مجربه استادان جذب کړي. درس او اداره مو ښه ده،خو استادان کم دي. دوه، درې نور استادان دې ولرو،چې درسونه مو ښه مخکې ولاړ شي.»
د قابلګۍ څانګې زده کړیاله نجیبه محمدي وايي:« د ډاکټرانو او مسلکي قابله ګانو ډېر کمی لیدل کېږي. د میندو او ماشومانو ډېری مړینه د مسلکي قابله ګانو د نشتون له کبله ده. په کومه موده کې مو چې دلته درس لوستی دی، ډېر څه مو زده کړي دي.»
د بلخ روغتيايي زده کړې انستيتيوت په ۱۳۸۵ کال کې تاسیس شوی،چې تر دې دمه یې پنځه زره ښځینه او نارینه زده کړیالان له بېلابېلو روغتيايي څانګو فارغ کړي دي.
د فارغو زده کړیالانو له منځه ډېری يې په روغتيايي څانګو کې اوس پر کار بوخت دي.