په کابل کې د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر ۱۰ مه» د ښځینه سوداګرو له لوري د لاسي صنایعو نندارتون پرانېستل شو،چې لاسي صنایعې، کالي او خوراکي توکي په کې نندارې ته وړاندې شول.
د یاد نندارتون مسوولین وايي، دا ډول نندارتونونه د ښځو پر اقتصادي وضعیت ډېره مثبته اغیزه لري او د ښځو اقتصادي ستونزې له منځه وړي.
د تار طلايي سوداګریز شرکت مسووله نفیسه دانش وايي:« که چېرې موږ نن د یو بل لاس ونیسو او خصوصي سکتور پر پښو دروو. زه تاسې ته ډاډ درکوم چې د افغانستان اقتصاد به ورغېږي او شته ستونزې به حل شي. »
دانش له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه،چې د خصوصي سکټور ملاتړ دې وکړي.
هغه زیاته کړه:« زه له ا.ا.ا او نړیوالې ټولنې غواړم چې په دې شرایطو کې د خصوصي سکتور متشبثینو ملاتړ وکړي څو هېواد کې له شته اقتصادي کړکېچه ووزو.»
همدارنګه د ښځو د شبکې مشر محمد انور بیا وايي،له سوداګرو ښځو باید ملاتړ وشي او له اسلامي امارته يې غوښتنه وکړه،چې دوی ته دې کاري زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه:« د ا.ا.ا غواړم څو په بازار کې متشبثو ښځو ته زمینه برابره کړي څو خپله سوداګري وکړي، ځکه دا جدي اړتیا ده او اوس ان ښځې نشي کولی د خپلې اړتیا وړ توکي وپېري.»
د نندارتون ګډونوالې او د لاسي صنایعو ښځینه پلورونکې د یادو تولیداتو په اړه وايي، دوی ته خام مواد له ولایتونو راځي او وروسته یې قالب بندې کوي،چې د بېلابېلو سیمو د رواج پر بنسټ دي.
د نندارتون یوه ګډونواله وايي:« زموږ کالي همدلته تولیدیږي او خیاطې ښځې یې جوړوي. کابل او ولایتونو کې ګروپ لرو او له خپلو غوښتنو سره سم هغوی ته فرمایش ورکوو او دوی یې راته جوړوي. »
یاد نندارتون،چې د ښځو له لوري جوړ شوی دی، موخه يې دا ده،چې د ښځو لاسي صنایع بازار ته وړاندې شي او خوښي یې وښوده،چې دوی ته د کار زمینه برابریږي.