Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه: په کندهار کې د نري رنځ ناروغي ۴۰ سلنه زیاته شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/08

په کندهار و لایت  کې د بې پولو ډاکټرانو ټولنې د روغتيایي برخې مرستیال ډاکټر مجيب احمد وایي، په دغه ولایت کې ۸۰۶ کسان، چې پر نري رنځ ناروغۍ اخته وو،دوی ته یې مراجعه کړې، چې په کې زندانيان، مېرمني او ماشومان هم شامل وو.

احمد وایي،دوی توانېدلي،چې د ټي بي پر سخته بڼه د اخته ګڼو ناروغانو درملنه وکړي، خو په خبره يې د درملني په جريان او له درملني وروسته ۲۳ نارغانو خپل ژوند د همدې ناروغۍ له امله لاسه ورکړی دی.

د احمد په خبره، د تېر کال په پرتله کندهار کې د نري رنځ ناروغي ۴۰  سلنه زياته شوې، چې لامل يې روغتيایي مرکزونو ته د خلکو نه رسېدنه ده.

احمد  زیاته کړه:«  د ۲۰۲۰زېږدیز کال د ډسمبر تر اخره موږ ۴۶ ناروغان تشخیص کړي وو، خو د تېر ۲۰۲۱ کال تر اخره مو ۷۶ د نري رنځ ناروغان  تشخیص کړي وو، چې دا نژدې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي. همدا ډول په میرویس حوزوي روغتون او ملکي روغتون کې ۸۰۶ نارروغان ټوټل تشخیص شوي دي.

په کندهار کې د بې پولې ډاکټرانو ټولني غړي وایي، نارغانو ته د درملو ترڅنګ خواړه، د اوسېدو ځای او د تګ راتګ لګښت هم ورکوي.

په کندهار کې د بې پولې ډاګټرانو د نرسېنګ برخې مشره انتونيا موګاني وايي:«  د اوس مهال لپاره د ناروغانو درملنه دلته ډېره مهمه ده،ځکه د هغوی درملنه له يوې مياشتي نيولې،تر نهو مياشتو موده کي ترسره کیږي.

هغوی ته دلته د درملنی ترڅنګ خواړه، درمل او د تګ راتګ لګښت هم ورکول کیږي.» 

په نري رنځ اخته هغه ناروغان،چې د کندهار د بې پولو ډاکټرانو په مرکز کې يې درملنه روانه ده وایي،د روغتيايي سپارښتونو د نه مراعت له امله پر دغې ناروغۍ اخته شوي، خو هغوی له نورو خلکو غواړي،چې په نري رنځ د اخته کېدو پر مهال هر څه ژر روغتيایي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

پر نري رنځ ناروغۍ اخته یوه ناروغه وايي:«  اول کې مې دغه بغلونو درد کاوه، لاسونو مې درد کاوه، بیا دلته راغلم بستر شوم، دوا یې راکړه،ډېره ښه شوم، جوړه شوم، خو اوس یوازې سر درد او تبه پاتې دې، چې دا به هم ښه شي.»

د بې پوليو ډاکټرانوټولنه د کندهار تر څنګ په هلمند، کابل، هرات، کندز او خوست ولایتونو کې فعالیت کوي،چې په کندهار کې یې ډېر تمرکز د نري رنځ د ناروغانو پر درملنه او د دغې ناروغۍ پر مخنیوي دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist