د اقتصاد وزارت د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۴ مه» د یوه خبري کنفرانس کې د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د یاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي،د کرنې، سرک جوړونې، رېل پټلۍ او اوبو مديريت برخه کې يې د لویو پروژو تطبیق لپاره یې طرحې جوړې کړي او په عملي کېدو به یې افغانستان له خراب اقتصادي حالته ووځي.
حبیب زیاته زیاته کړه:«اقتصاد وزارت په تېرو شپږو مياشتو کې د پراختيايي پروژو عمومي وضعیت او د پراختيايي پروژو مصرف تحلیل شوی دی. د کرنې انرژۍ،اوبو د مديرت، سرک جوړونې او اورګاډي پټلۍ په برخو کې د سترو ملي پروژو د لومړيتوب او انتخاب له پآره اساسي شخصونه ټاکل شوي دي، د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په درې مجازي غونډو کې ګډون، د چین جاپان، ایران، ازبکستان او قطر په شمول له نورو هیوادنو سره ناستې لرل.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري بیا وايي، د افغانستان زارعتي برخې تقويې ته پاملرنه په کار ده،ترڅو د افغانستان اقتصاد ولاړ څرخ حرکت وکړي.
نظري زیاته کړه:« زارعت برخې ته ډېره توجه په کار ده. زموږ سروې او نتيجي ښيي،چې تخمني که ووایم،چې ۸۰ سلنه اقتصاد پر زارعت باندې تکیه دی. يوازینی شی، چې ستونزمن دی، هغه دا دی،چې زارعت، مالدارۍ او باغدارۍ برخو ته توجه نه ن
نظري د اوسني خراب اقتصادي حالت لامل دغه برخه سياسي کول وبلل او په خبره يې اقتصاد او تجارت له سياست لرې او جلا ګڼل په کار دي.