د ایران «تهران ټایمز» ورځپاڼې په یوه مقاله کې د افغانستان د کانونو سکټور او په دې برخه کې د چین پانګونې او لېوالتیا ته کتنه کړې.
دې ورځپاڼې ویلي، یاد هېواد په تېرو څلورو کالو کې له سرپرست حکومت سره د بېلابېلو کانونو استخراج په برخه کې ګڼ قراردادونه لاسلیک کړي چې تر ټولو لوی هغه یې د لوګر مس عینک او د سرپل له قشقرې ساحې څخه د نفتو استخراج په اړه دي.
ورځپاڼې زياته کړې، که سرپرست حکومت د افغانستان کانونو سکټور په سم ډول فعال کړي، کولی شي د امریکا او لوېدیځ له لوري هلته په تېر کې د پانګونې لپاره شوې ناکامې هڅې جبران کړي.
تهران ټایمز ورځپاڼې لیکلي: « که طالبان وکړای شي چې د افغانستان کانونو سکټور فعاله کړي، دا به د دوی لپاره بریا او یو ځل بیا به د لوېدیځ په ملاتړ د تېرو دوو لسیزو د نوښتونو او د امریکا له لوري د دوو ټرېلیون ډالرو په ارزښت د جګړې د ناکامۍ یو بل لوی ثبوت وي.»
د څو لسیزو دوامداره جګړې، افغانستان ته د امريکا او ناټو ځواکونو راتګ او په کور دننه بې ثباتي د افغانستان له طبیعي سرچینو څخه د ګټه نه اخیستل کېدو لوی لاملونه بلل کېږي.
د نړیوالو ادارو د څېړنو له مخې، تر دې مهاله په افغانستان کې د سرو زرو، مسو، زمردو، یاقوتو، لېتیمو او نور منرالونو کانونو کشف شوي چې اټکل کېږي له درې تر څلورو ټرېلیون ډالرو ارزښت لري. چین دغو کانونو له ډلې د ځینو هغو استخراج او په دې برخه کې پانګونې ته مټې بډ وهلې دي.
د تهران ټايمز په خبره، چین په افغانستان کې د امریکا له نه شتوالي په استفادې سره غواړي په دې برخه کې د لومړي لوی پانګوال په توګه راڅرګند شي.
تهران ټایمز ورځپاڼې زیاته کړې: « کارپوهان وايي، چین د لوېدیځو هېوادونو له وتلو ګټه پورته کړې، ترڅو د پانګونې په برخه کې د افغانستان لومړني مستقیم شریک په توګه راڅرګند شي.»
په داسې حال کې چې د افغانستان شاوخوا نهه میلیارد ډالرو په ارزښت شتمني د امریکا له لوري کنګل شوې او د لوېدیځ له لوري پرې بندیزونه وضع شوي دي، اسلامي امارت د کانونو په برخه کې د هېوادونو پانګونې ته شدیده لېوالتیا لري.
خو له دې هرڅه سره سره، په افغانستان کې د چین اقتصادي ښکېلتیا باید څه ډول و ارزول شي؟
د افریقا او جنوبي آسیا په ځينو هېوادونو کې د چین اقتصادي ښکېلتیا او ناوړه پایلو ته په کتو، تجربو ښودلې چې د سرپرست حکومت چارواکي باید په دې برخه کې له احتیاطه کار واخلي او د لنډمهاله او سطحي ګټو لپاره اوږدمهاله او لویې ګټې قرباني نه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « که چېرې په یوه بله بڼه حرکت وشي او موږ د احتیاج په بڼه څرګند شو او اجازه ورکړو چې چین هرڅه غواړي ترسره یې کړي، ترڅو موږ په رسمیت وپېژني یا دا چې په نړیواله ټولنه کې زموږ ملاتړ وکړي، دا روښانه خبره ده چې چینایان د چور لپاره راځي؛ ځکه چې چینایان تل همداسې کوي. مګر په هغه صورت کې چې تاسو هوښیار اوسئ او ځان د خپل ملکیت مالک وګڼئ او سم یې مدیریت کړی، کولی شی سم عاید هم ترلاسه کړئ.»
په سرپل کې د تېلو او ګازو د استخراج قرارداد په تېرو نږدې څلورو کالونو کې تر ټولو لوی قراردادونه بلل شوي. دغه قراردادونه د ۲۰۲۳زېږدیز کال په جنوري کې په کلني ډول د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د چین له چې شینجیانګ کمپنۍ سره لاسلیک شوی.
د کانونو په برخه کې تر دې مهال له چین سره شاخوا ۲۰۰ قراردادونه لاسلیک شوي چې ویل کېږي په پلي کېدو سره به یې ۱۵۰زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
د چین ترڅنک ترکمنستان، ازبېکستان، هند او ایران هغه څلور نور هېوادونه یاد شوي چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی او ځینو هغو یې په دې برخه کې عملي ګامونه هم پورته کړي دي.