Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/27

په امریکا کې د افغانانو د لنډمهالي خوندیتوب لغو کولو پرېکړې د دې هېواد پخوانیو سرتېرو او د بشري حقونو فعالانو سخت غبرګونونه را پارولي دي.

د دوی په ټکو، د امريکا دا پرېکړه احمقانه ده او خبرداری یې ورکړی چې د تطبيق پرمهال به يې له فزیکي مقاومت سره مخ شي. د امريکا کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم روانه میاشت اعلان وکړ چې په دې هېواد کې د ۱۰ زرو افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب(ټي.پي.اېس) پروګرام لغو کوي.

اندريو سالېوان چې د امریکا په پوځ کې د پلي ځواکونو پخوانی قومندان دی، دا پرېکړه د هغو کسانو پر وړاندې سپکاوی ګڼي چې له امريکا سره يې همکاري کړې.

د امریکا پلي ځواکونو يو پخوانی قومندان اندريو سالېوان زیاته کړې: « سره له دې چې په افغانستان کې ګواښونه لا هم شته، دا لس زره کسان چې لا هم د دايمي اقامت ترلاسه کولو په تمه دي، ښايي له امریکا و ایستل شي. زه چې یو پخوانۍ پوځي یم، دغه پرېکړه یو سپکاوی راته ښکاري. که کوم هېواد د لنډ مهالې مېشتېدنې پروګرام  مستحق وي هغه به افغانستان وي.»

له دې سره په یوه وخت، د مریکا سمندري ځواکونو يو بل پخواني سرتېري سي بي اېس نيوز ته په خبرو ادعا کړې چې د امریکايي ځواکونو افغان همکاران اوس په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي او ملاتړ ته اړتيا لري.

د امریکا سمندري ځواکونو دغه پخواني سرتېري جک مک‌ کین ویلي: « زموږ ولس د هغو ټولو پوروړی دی چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې د امریکایانو ترڅنګ جګړه کړې او هغوی باید امریکا ته ولېږدول شي. زه د ټرمپ حکومت له هغې طرحې سره مخالف يم چې له مخې به یې د افغانستان وګړي له امریکا وشړل شي او دغه راز ویلی شم چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل پلان شوی عمل نه و بلکې ډېر ګډوډ و.»

خو ځينې هغه کسان چې امريکا ته د تګ لپاره په درېيمو هېوادونو کې په تمه دي، له بې ‌برخليکه وضعيت او پر وړاندې يې د امريکا له بې ‌تفاوتۍ شکايت کوي.

امریکا ته د تګ په تمه ناسته طیبه رستاقي وايي: « افغان کډوالو په دویمو هېوادونو کې د انتقال لپاره له ډېرو ستونزو سره مخ دي. په ځانګړې توګه پاکستان کې، سختګیران قوانین او اجبار، د اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو پرېښودل او د وېزې محدودیونو دغه شرایط نو هم سخت کړي. په دې منځ کې د انتقال ټکنۍ پروسې او د امریکا له خوا د ځینو دوسیو ځنډېدلو هم دغه اندېښنې زیاتې کړې دي.»

ملګرو ملتونو ويلي، شاوخوا ۱۱۰ زره کډوال او پناه غوښتوونکي دا مهال په پاکستان کې مېشت دي او ډېری هغه يې په خپل هېواد کې له ګواښونو سره مخ دي. د کډوالو دې وضعيت ته په کتو، د کډوالو حقونو مدافعان له امریکا غواړي چې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي او ژر تر ژره دې يې له درېيمو هېوادونو وباسي.

د کډوالو د حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي: « د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ورته څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې امریکا نه شي کولی هغه کسان په سختو شرایطو کې پرېږدي چې له امریکا سره یې همکاري کړې.»   

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو کانګرېس ته وویل چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر لغو شوی نه ‌دی او لا هم تر ارزونې لاندې دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist