نعماني وايي، په دې پروګرام کې دوه پروژې شاملې دي،چې یوه یې عامه پوهاوی او بل یې د ښار ویالو او کانالونو پاکوالی دی،ترڅو په ژمي کې د ورښتونو پر مهال د ویالو اوبه سړکونه بند نه کړي.
نعماني زیاته کړه:« تقریباً په دې شل کلونو کې دا کانالونه نه دي پاک شوي، ډېری وخت باراني اوبه راځي یا واورې لوېږي،د ټولو کوڅو او سړکونو حالت ورسره بدلېږي،لامل یې دا ده،چې هغه اساسي کانالونه،چې د کابل اوبه ورتوېږي ډک شوي او بند دي، نو موږ هڅه وکړه،چې دغه پروژه د ژمي له راتګ وړاندې پيل کړو او کار وکړو.»
نعماني وايي،د ویالو او کانالونو پاکوالي لپاره یې ۲۱۱۸ نارینه ګومارلي او د عامه پوهاوي لپاره یې ۱۸۰۳ تنه ښځینه کارکوونکې ګومارلي،چې د ښاروالۍ له تنخوا سربېره به هره ورځ في نفر ته لس کیلو غنم هم ورکول کېږي.
نعماني د عامه پوهاوي برنامه اغېزمنه بولي او زیاتوي،چې ښځینه کارکوونکې به یې کور په کور خلکو ته په دې تړاو پوهاوی ورکړي، خځلې او نور کثافات باید څه ډول راټول او چېرته واچوي.
نعماني وايي:«موږ یو بله پروژه په را روان وخت کې په کار اچولې ده،چې هغه بېرته دغه کثافات چې له کورونو راټولېږي له یو شرکت سره مو خبرې روانې کړي،چې دا بیرته په کوډ باندې بدل کړو،نو هغه چې تر څو د کثافت دانیو تفکیک او توپیر ونه شي کړی، دا کار ممکن نه دی او هغه دومره لویه پروژه ده،چې د عاید له پلوه امکان شته دی،چې زموږ د تنظیف ریاست ټول لګښت ورکړي.»
د کابل ښاروالۍ د ښار پاکوالي کې له ښاریانو نه د همکارۍ غوښتنه کړې او د ښار پاکوالی د ټولو ګډ مسوولیت بولي.