له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل غوښتنه که څه هم نوې مساله نه ده؛ خو دا ځل ورته غوښتنه له یوه نوي ادرسه مطرح شوې.
د ترک دولتونو سازمان په یوې ګډې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت سره د نړۍوالې ټولنې همغږی منظم او متناسب تعامل اړینه اړتیا بللې.
خبرپاڼه کې دغه تعامل ځکه اړین بللی چې په خبره یې شته ننګونې پر ناوړه او نامطلوبه پایلو وانه وړي
د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې همغږی، منظم او متناسب تعامل له دې امله ډېراړین دی، چې په دغه هېواد کې شته ننګونې پر ناوړه او نامطلوبه پایلو وانه وړي.»
خبرپاڼه کې له امنیتي درکه په افغانستان کې د سرپرست حکومت لاسته راوړنې او هڅې ستایل شوې او د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو او په دې برخه کې يې د پیاوړي کېدو پر اړتیا ټینګار کړی.
دغه راز خبرپاڼه کې د داسې حکومت پر رامنځته کېدا ټینګار شوی چې له مخې یې ټول افغانان په کې یو شان ونډه ولري او بشري حقونه یې خوندي وي.
د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« د ترک دولتونو سازمان په افغانستان کې د داسې یوه حکومت پر رامنځته کېدا ټینګار لري چې ټول افغانان په کې ښکېل وي او له هېڅ راز توپير پرته د ټولو بشري حقونو ته درناوی وشي.»
خبرپاڼه کې، په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودل شوې او د بشري مرستو د دوام سربېره یې په افغانستان کې دکاسا زر او ټاپي په څېر د لویو اقتصادي او بنسټیزو پروژو د عملي چارو په برخه کې د نړۍوالو همکاریو او هڅو د ډېرېدو غوښتنه کړې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري مرستو د دوام په برخه کې یې د دې سازمان له غوښتنو هرکلی کړی خو د حکومت د جوړښت څرنګوالی یې د افغانستان کورنۍ موضوع بللې.
د سیاسي چارو شنونکي که څه هم د حکومتونو جوړښت مساله افغانانو پورې تړي، خو زیاتوي چې په تېرو څلورو کالونو کې د سرپرست حکومت د رسمیت پیژندلو برخه کې د اوسني حکومتي جوړښت بدلون د یو شمېر هېوادونو اساسي غوښتنه بولي.
دوی د نړۍوال تعامل په برخه کې د دې سازمان له څرګندونو هرکلي کوي او پر ورته سازمانونو او بنسټونو غږ کوي چې خپلې هڅې دې له افغانستان سره پر بېلابېلو همکاریو ورټولې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« موږ چې اوسنی حکومت ګورو، که د قومونو پر بنیاد وي، خو ونډه ورکړل شوې، ځکه د ټولو قومونو په تناسب باندې په دې حکومت کې استازي شته دي، بیلګې یې ښې زیاتې دي. هغه به نه یادوم. خو دا چې دوی بیا دې ته بل رنګ ورکوي، دا خپله مداخله ده، لاسوهنه ده. موږ هېچاته نه دي ویلي چې تاسې په هېوادونو کې ټولګډونه حکومت جوړ کړئ.»
د ترک دولتونو سازمان افغانستان د ترک توکمه هېوادونو ملګری هېواد بللی چې له یوې پېړۍ راهیسې د دوستۍ، ګډ تاریخ، ګډ دین، دودونو او باورونو په وسیله سره نښلول شوي.
دې سازمان د افغانستان پر محوریت له ملي، سیمهییزو او نړۍوالو نوښتونو ملاتړ کړی او د ګډو هڅو له لارې یې په اقتصادي، سوداګریزو، بشري مرستو او زدکړو برخو کې یې د موجوده ظرفیتونو د لوړولو ډاډ ورکړی.