په هېواد کې له کلونو راهیسې د معیاري سړکونو کموالی، د یو کیلۍ یا کانټینري موټرو زیاتوالی، د موټر چلونې جواز نه لرل، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ښاري بې نظمي او د ټرافیکي قوانینو نه رعایتول هغه عوامل دي چې هر کال د زرګونه کسانو ژوند اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې خلکو په کراتو له سرپرست حکومته غوښتي چې پورتنیو مواردو ته جدي پاملرنه وکړي.
د یوې تازه پرېکړې له مخې، د کابل ټرافیکو ریاست پر هغو ټکسي چلوونکو جریمه ټاکي چې له ټرافیکي قوانینو او ښاري نظم سرغړونه کوي.
د کابل د ټرافیک پولیسو رییس خیال محمد غاور له شمشاد سره په مرکه کې وايي، ډېر ژر به له ټرافیکي اصولو سرغړونکو سره قانوني چلن وشي او په خبره یې دغه کار د ښاري نظم ټينګښت او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره کېږي.
غاور په دې اړه وايي: « وړاندیز او پېشنهاد مو کړی او منظور شوی هم دی. هغه متل دی چې وايي، تنګ آمد به جنګ آمد، موږ اوس دغو خلکو په تکلیف کړي یو، له جریمې پرته بله لاره نه شته. داسې وخت به راشي او بیا به له خپله ځانه ګیله کوي چې ولې یې موږ دې ته مجبور کړو چې له خپلو مشرانو وغواړو دا موټر چلوونکي نه اصلاح کېږي او موږ مجبور یو جریمه یې کړو. د مثال په توګه، په تېر کې ټېلر موټر ښار ته نه شو داخلېدای، همدا چې داخل به شو، ۶ زره افغانۍ پارچه ورکول کېده، خو اوس هرځای ټېلرونه ولاړ وي، موږ څه ورسره وکړو؟ کله چې یو ټېلر ښار ته داخلي شي، ټول ښار بندوي. ډېر ژر به موږ دغو کسانو ته د جریمې پارچې ورکړو، ترڅو اصلاح شي.»
کابل ښار کې د نفوسو ډېروالی، د ټرافیکي اصولو نه مراعتول او همدارنګه د ټرافیکي اشارو نه شتون هغه څه دي چې د سړکونو خوندیتوب ته زیان رسوي او خلک له ستونزو سره مخ کوي.
خیال محمد غاور په دې اړه وایي، د ټرافیکي ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ د مخنیوي لپاره جدي هڅې کېږي او په خبره یې، ډېر ژر به د پلازمېنې کابل د بېلابېلو سیمو څلور لارې پر ټرافیکي څراغونو سمبال شي.
غاور زیاتوي: « د ټکسي د رنګ چاره مخ په بشپړېدو ده. موږ له دې وړاندې ځینې ستونزې لرې او یو شمېر موټر د شرکتونو په نامه و، د دې موټرو مالکان ډېر زیات په تکلیف شول او موږ هم ورسره په عذاب کې وو. بیا مو د دې لپاره یو لارښود جوړ کړ او تر هغو چې د موټر ملکیت راځي، اوسني مالک ته یې د ټکسي اسناد ورکوو. تقریبا ً تر اوسه ۵۳ یا ۵۴ زره ټکسي پلېټونه لرو چې اکثریت یې رنګ شوي دي.»
د کابل د ټرافیکو رییس دغه راز وایي، د راسته شټرېنګ یا پاکستان لاس موټر په افغانستان کې ښه راتلونکی نه لري او په دې اړه یوه طرحه جوړه شوې چې یا به په بشپړ ډول بند شي او یا به د شرایطو له مخې د فعالیت اجازه ورکړل شي.
د نوموړي په خبره، هېڅ موټر چلوونکی د خپل موټر د رنګولو بهیر تر بشپړېدو وړاندې نه شي کولی په ښار کې فعالیت وکړي.
د ده په خبره، د جرمونو مخنیوي او ښاري نظم لپاره په څلورو زونونو کې ۵۳ زره ټکسي موټر رنګ شوي او د پاتې موټرو د رنګولو بهیر د بشپړېدو په حال کې دی.
خیال محمد غاور زیاتوي، که چېرې د ټکسي کوم چلوونکی له دغې پرېکړې سرغړونه وکړي، له قانوني چلن سره به مخ شي.
د کابل ټرافیک پولیسو ریيس په دې اړه وايي: « زموږ پلان دا دی چې په څلورلارو کې د ټرافیکي اشارو پرمختللی سیسټم ولګوو، ترڅو که برېښنا وي یا نه وي، څراغونه باید فعال وي. موږ باید داسې ځیرک سیسټم جوړ کړو چې په اتومات بڼه کار وکړي او خلک هم پرې پوه شي. په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوی او ځینې کسان کورنیو چارو وزارت ته راغلي او تمه لرو چې راتلونکي کې د ټرافیکي اشارو یو ښه سیسټم ولرو.»
د ټرافیکو عمومي ریاست د مالوماتو له مخې، په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د ټکسي رنګونه تور او سپین و، خو شاوخوا ۵۰ کاله مخکې دغه رنګونه بیا پر زېړ او سپین رنګ واوښتل، مګر اوس بیا دغه رنګونه فیروزه يي او سپین ته اوښتي دي.
د ناقانونه او له نوم نښان پرته د نمبر پلېټ زیاتوالي د پلازمېنې اوسېدونکي اندېښمن کړي، خو ورسره جوخت د کابل ټرافیک پولیسو رییس وایي، له ۲ زرو ډېر بې نمبر پلېټ موټر نیول شوي دي.