Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/24

که څه هم له پاکستانه پر زور د افغان کډوالو راشړل له نړیوالو غبرګونونو سره مخ دي، خو پاکستان نه یوازې دغه لړۍ درولې نه ده، بلکې ورځ تر بلې یې لا پسې پراخه کړې هم ده.

په دې اړه تړاو تر ټولو تازه غبرګون کې د آسيا پاسيفیک د کډوالو حقونو شبکې په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند او له هغوی سره ناوړه چلن خواشینونکی بللی او له پاکستان يې غوښتي چې د افغان کډوالو پرضد د بې بنسټه بندیزونو او بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

دې شبکې په زور د افغان کډوالو پر اخراج هم نيوکه کړې او ويلي يې دي چې پاکستان بايد په ډله ییز ډول د افغان کډوالو د اخراج پروسه هم په سملاسي توګه ودروي.

د اسيا پاسيفیک د کډوالو حقونو شبکې ویلي: « د اسيا پاسیفیک د کډوالو حقونو شبکه د پاکستان له حکومت په کلکه غوښتنه کوي چې په ډله ‌ييز ډول د افغان وګړو شړل سملاسي ودروي او د نړيوالو حقوقي او بشري ژمنو پر بنسټ د ټولو کډوالو د خونديتوب او درناوي ډاډ ورکړي.»

د کډوالو د حقونو یادې شبکې په خپله اعلاميه کې زياته کړې، پاکستان باید په خپله خوښه د کډوالو ستنولو اصول مراعات او د افغان کډوالو پر ضد له بشري حقونو سرغړونو ته د پای ټکی کېږدي.

د اسيا پاسيفیک د کډوالو حقونو شبکې په دې اړه ویلي: « له پاکستان غوښتنه کوو چې بې له ځنډه عملي او څرګند ګامونه واخلي. سره له دې چې د کډوالو ستنولو اصول مراعات کړي، ترې غواړو چې د پناه غوښتنې عادلانه، مؤثره او اسانه بهير بېرته فعال کړي او د افغان کډوالو پر ضد د بې بنسټه بنديزونو او له بشري حقونو سرغړونې پاى ته ورسوي.»

که څه هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې اړه څه نه وایي، خو له وړاندې یې له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د ستنولو پروسه اصولي کړي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا د کډوالو په اړه  د اسيا پاسيفیک د کډوالو حقونو شبکې له دريځ ننګه کوي او ټينګار کوي چې پاکستان دې نړيوالو قوانينو ته د ژمنتيا په ثابتولو سره، د افغان کډوالو پر وړاندې نرمښت اختيار او حقونه دې يې تامين کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ابولحسن صالحي وايي: « د اسیا پاسیفیک د کډوالو حقونو شبکې اقدام د ستایلو وړ دی او باید د همدې شبکې د حقوقي چوکاټ له مخې پر پاکستان فشار راوړل شي، ترڅو د دې هېواد له خوا د کډوالو په اړه نړیوال قوانین محترم وګڼل شي او د پاکستان له خوا د کډوالو حقونه رعایت شي او دغه راز د کډوالو له جبري اخراج لاس واخلي. باید افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د بیا مېشتېدلو زمینه برابره شي او دغه راز نورې نړیوالې ادارې او د بشري حقونو ملاتړ بنسټونه هم پر پاکستان فشارونه زیات کړي، ترڅو دغه روانه لړۍ ودروي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د یوه بې مخینې اقدام له مخې، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اوږدو کې له دې هېواده د افغان کډوالو جبري ستنولو لړۍ پیل کړه او تر اوسه پورې یې له یو میلیون زیات کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پاکستان دغه ګام د افغانستان او نړيوالو له کلکو نیوکو سره مخ دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist