Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

 د هند او پاکستان ترمنځ د امنیتي کړکیچ زياتوالي افغان کډوال اندیښمن کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/10

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو له بريد وروسته نوي ډيلي د یاد برید غچ اخیستلو او وسله والو ډلو د ځپلو په موخه د پاکستان پر کوټلي، بهاولپوراو مظفر اباد او د لاهور ښار پر يو شمېر سيمو بريدونه وکړه.

 دې بریدونو په ټول پاکستان کې  نه یوازې امنیتي ادارې ولړزولې بلکې درېیمو هیوادونو ته د تګ او  ژوند په موخه په دغه هېواد  کې مېشت زرګونه افغانان یې هم انديښمن کړ.

یاد افغان کډوال وایې، د پاکستان له لوري افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل او له بل پلوه هلته وروستي امنیتي کړکیچ له ستونزو سره مخ کړي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال نظر خوږیاڼیوال وايي:« پاکستان کې چې څومره افغان کډوال دي، ټول اندېښمن دي. له وېرې سره مخامخ دي، په دومره لنډ وخت کې افغانان خپل کاروبار نه شي راټولی. افغانانو باندې نورو سیمو کې پابندي ده، یوازې په دوو سیمو خیبرپښتونخوا او لاهور کې ازاد دي.»

د اسلام اباد او ډيلي ترمنځ همدې د نا امنیو ایجاد ته په کتو  پرون  پاکستان کې  د امریکا سفارت امریکایي وګړو ته خبرداری ورکړی وه ،چې د هند او پاکستان د پولې او د کنټرول کرښې شاوخوا سیمو ته سفر ونه‌کړي.

خو د افغان وګړو د خوندیتابه او دوی ته د امکاناتو د برابریدو په هکله  اسلام اباد کې افغان سفارت او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د اسلام اباد په شمول د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې  ډېری افغان کډوال چې درېیمو هیوادونو ته د تګ په  موخه هلته شپې سبا کوي  وايي، له یوې لورې ورسره  اړوند هېوادونو له لورې شوې ژمنې نه دې عملي شوي او له بل لوري پاکستان کې د ویزو نه تعدیل او له یاد هېواده د افغانانو شړلو له نامالوم برخلیک سره مخ کړي دي.

د کډوالو حقونو فعال احمد افغان وايي:« افغان مهاجرین چې د پي ون او پي ټو کیسونه لري، پاکستان کې په ډېرې ناامیدۍ سره شپې او ورځې تېروي. د افغان مهاجرینو  وېزې چې موده یې پوره شوې، بار بار یې د وېزو تمدید لپاره اپلای کړی، خو له بده مرغه د پاکستان له خوا ورته نارمل وېزې نه  ورکول کېږي او د ایستل کېدو سره مخ  دي، په دې کې هغه افغانان هم شته دي که چېرې افغانستان ته وشړل شي نو خطرونه ورته متوجې دي. نو په دې توګه افغان مهاجرین په ټوله کې ناامیدۍ او بد اقتصادي وضعیت کې ډېر له روحي او روان فشار لاندې ژوند کوي.»

د سیاسي چارو شنونکي وایې، د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلي وضعیت ته په کتو دې اړوند هېوادونه بهر ته تلوونکو افغانانو ته د ویزو ورکولو لړۍ چټکه او سرپرست حکومت دې د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره عملي اقدمات ترسره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی امیر ګران وايي:« هغه هېوادونو چې دوی( افغانانو) ته وېزې ورکوي، هغوی دې دا پروسه چټکه کړې او افغانانو ته دې وېزې ورکړي ترڅو له دې ستونزمن حالته ووځي.»

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۳ ميليونه افغان کډوال ميشت دي او له دغه هېواده د جبري ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

که څه هم سرپرست حکومت او نړيوالو سازمانونو له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ د درېدو غوښتنه کړې خو تراوسه پورې اسلام  اباد د کډوالو په اړه پر خپلې نوې پالیسۍ غور نه دی کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist