Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت: د هند ناستې ګډون کوونکي هېوادونه باید اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/08

که څه هم تراوسه  پورې دغې ناسته کې د افغانستان حکومتي چارواکو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې،خواسلامي امارت د ناستې له ګډونوالو خپلې غوښتنې لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د ناستې ګډون کوونکي هېوادونه باید اسلامي امارت پر رسمیت وپیژني،ترڅو وکولای شي،د هېوادونو اندېښنې او احتمالي رامنځ کېدونکې ستونزې د رسمي سیاسي تعامل له لارې حل کړي.

کریمي وايي، غړي هېوادونه دې د افغانانو د هغو کنګل شویو پیسو د بېرته خلاصیدو په تړاو  هم همکاري وکړي،له امله یې افغانان له اقتصادي ناورین سره مخ دي.

کریمي زیاتوي:« زموږ هېله ترې دا ده،چې له افغانانو سره د همکارۍ غږ پورته کړي،د افغانانو د هغو پیسو د خلاصولو په برخه کې همکاري وکړي،چې په بهر کې د امریکا په بانکونو کې کنګل شوي دي. اسلامي امارت پر رسمیت وپیژني،ترڅو هغه ستونزې چې موجودې دي، له اسلامي امارت سره د رسمي تعامل له لارې حل شي.»

کابل دغې ناستې ته هیله ‌من دی،خو پخواني ديپلوماتان د هند ناستې ته چندان هیلې نه لري او په دې باور دي،چې دغه ناسته وار دمخه د پاکستان له لوري ننګول شوې او خپل ګډون یې په کې رد کړی دی.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي، اسلامي امارت دې خپلو خبرو کې انعطاف وښي او هند چې په سیمه کې پوځي او اقتصادي ځواک دی باید خپلې اړیکې ورسره ښې او پراخه کړي.

بارکزۍ زیاته کړه:« د افغانستان خلک  دې ته تمه دي،چې نړیوال د افغانستان په هلکه باندې خپل تعامل څه رقم کوي او  له افغانستان سره خپلې اړیکې پر کومې مبنا ساتي.همدا راز طالبانو ته هم په کار ده،چې په خپلو خبرو کې انعطاف وښي. البته د هند ناسته مخکې له مخکې ګواښل شوې ده، په دې مانا چې د پاکستان د امنیت شورا سلاکار په کې ګډون نه کوي،خو هند له افغانستان سره په دوستۍ کې یو ریښتینی هېواد دی او په سیمه کې یو اقتصادي، پوځي اوسیاسي قدرت دی،افغانستان باید له دې هېواد سره ښې اړیکې ولري.»

ټاکل شوې ده،چې د روانې نومبر میاشتې پر ۱۷ مه  هند کې د افغانستان په تړاو د سیمې پر کچه ناسته جوړه شي،چې د ګڼو هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکاران ور بلل شوي دي.

د هند ناسته له مسکو او تهران وروسته د سیمې پر کچه درېيمه ستره ناسته ده، چې ګډونوال یې د اوسني افغانستان په تړاو بحثونه کوي، خو تراوسه یې په عملي بڼه پایلې نه دي محسوس شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist