Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: داعش په څېر نورې خطرناکې ډلې لاهم پاکستان کې ښکاره مرکزونه لري

خلیلزاد: داعش په څېر نورې خطرناکې ډلې لاهم پاکستان کې ښکاره مرکزونه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/28

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د کره مالوماتو پر اساس د داعش ډلې په څېر خطرناکې ترهګرې ډلې لاهم په پاکستان کې موجودې دي.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د داعش خراسان څانګه په پاکستان کې پټنځایونه لري او دا هېواد باید په خپله خاوره کې د داعش او نورو وسله ‌والو ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړې:« له بده مرغه داسې معتبر راپورونه وجود لري چې د پاکستان په خاوره کې د مهمو او خطرناکو ترهګرو ډلو موجودیت تایيدوي. د بېلګې په توګه، په پاکستان کې د داعش خراسان څانګه روزنیز مرکزونه لري. راپورونه وايي چې د مارچ په نیمايي کې د بلوچستان مستونګ ولسوالۍ د بولان سیند ته نږدې غرونو کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو له خوا د داعش پر یوه روزنیز مرکز برید وشو چې د ترکیې، هند، تاجیکستان او ازبېکستان اتباعو په ګډون د داعش ډلې شاوخوا ۳۰ تنه وسله وال په کې ووژل شول او مرکز یې ویجاړ شو. که دغه راپورونه رېښتیا وي، نو دا بیا د پاکستان له استخباراتي ادارو پټ نه شي پاتې کېدای.» 

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي همدا رنګه ویلي، دا موضوع نه یوازې اسلام اباد ته ګواښ پېښوي بلکې په خبره یې د پاکستان ګاونډ او سیمې ته هم یو ګواښ دی.

خلیلزاد په دې اړه وايي:« اسلام آباد باید د داعش او نورو وسله ‌والو ډلو د حضور او هلته د فعالیت مساله جدي حل کړي، ځکه دا ستونزه نه یوازې د پاکستان لپاره بلکې د ټولې سیمې او  نړیوالې ټولنې لپاره جدي خطر دی. دا به اوس ټولو ته روښانه وي چې له ترهګرۍ سره د تاکتیکي اهدافو لپاره لوبه کول یوه تباه کوونکې تګلاره ده او ناوړه پایلې لري.»

د خلیلزاد له دغو څرګندونو دوه ورځې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په لومړي ځل د وسله ‌والو او ترهګرو ډلو په روزلو اعتراف وکړ.

 نوموړي له یوې بریټانوۍ رسنۍ سره خبرو کې ومنله چې پاکستان له درېیو لسیزو راهیسې د غرب په غوښتنه او خوښه د وسله ‌والو او ترهګرو ډلو ملاتړ کړی.

له دې سره هم مهاله، د سیاسي چارو کارپوهان هم ادعا کوي چې اسلام اباد له تېرو څو لسېزو راهیسې د خپلو ګټو او سټراټيژیکو اهدافو لپاره ترهګرې ډلې روزلې دي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « افغانانو له ډېرې پخوا راهیسې دا خبره کوله چې د ترهګرو مرکزونه او روزنځایونه چېرته دي. دا چې اوس د پاکستان برحاله دفاع وزیر او دغه راز د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیزاد هم دا خبره کوي چې د ترهګرو پټنځایونه په پاکستان کې دي او روزنه ورکول کېږي، نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي، ترڅو په سیمه کې تل پاتې امنیت او دایمي ثبات رامنځته شي. نړۍ باید په دې اړه نور بې تفاوته پاتې نه شي.»   

دغه راز، پخواني ډېپلوماټان بیا وایي، د خپلو پخوانیو سیاستونو له امله تر پوښتنې لاندې دی او په خبره یې که د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د مخنیوي لپاره په دې هېواد فشارونه وضع نه کړي، سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښېدلی شي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « دا مساله به بیا تر امریکا، نیویارک او اروپا پورې رسېږي، نو په کار ده چې سر له اوسه د نړیوالو اصولو پر بنسټ او د نړیوالو قضايي ادارو پر بنیاد یې مخنیوی وشي.»

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۲۲مه د اسلامي امارت امنیتي او تصفیوي کمیسیون کلني راپور کې ویلي وو چې پاکستان په بلوچستان او قبایلو سیمو کې داعش جنګیالي روزي او د داعش هغه جنګیالي چې په سوریه او نورو هېوادونو کې پاتې دي، د کراچۍ او اسلام ‌اباد له هوايي ډګرونو بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته په چورلکو کې  لېږدوي او د خپلو ګټو لپاره روزنه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist