Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د افغانستان په ګډون پر یو شمېر هېوادونو بشري مرستې دروي

امریکا د افغانستان په ګډون پر یو شمېر هېوادونو بشري مرستې دروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/09

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچينو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ پر مشرۍ د امريکا حکومت غواړي د افغانستان په شمول له يو شمېر هېوادونو سره د خوړو په برخه کې ټولې مرستې پای ته ورسوي.

د راپور له مخې، امريکا په يادو هېوادونو کې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام په شمول د ياد سازمان د وګړو صندوق او ځينو نورو سازمانونو له لارې ترسره کوي.

د دغو مرستو د بندېدو په صورت کې د هغو ادارو د فعالیت ځنډېدو اندېښنې هم را پورته شوې چې دغه مرستې تر اړمنو خلکو رسوي. 

د خوړو نړيوال پروګرام (ډبلیو.اېف.پي) د ډونالډ ټرمپ دا احتمالي پرېکړه په افغانستان او ځينو نورو هېوادونو کې د عامو خلکو پر زيان بللې او زياته کړې يې ده چې له امله به يې په يادو هېوادونو کې نور خلک هم له لوږې سره مخ شي.

یاد پروګرام په دې اړه ویلي: « که دا پرېکړه عملي شي، دا به د هغو میلیونونو کسانو لپاره د مرګ سزا وي چې له شدیدې لوږې سره مخ دي. موږ له امریکا سره تماس نیولی، ترڅو د دې پرېکړې وضاحت وغواړو او هغوی وهڅوو چې د دغو ژوند ژغورونکو پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې زیاته کړې، د امريکا ۱.۳ میليارد ډالرو له بوديجې چې اړمنو هېوادونو ته د بشري مرستو لپاره ځانګړې شوې، ۵۶۲ ميليونه ډالر یې افغانستان ته ورکول کېدل. رویټرز وړاندې لیکلي، د مرستو دا احتمالي بندول د هغه پلان یوه برخه ده چې روانه اوونۍ د امریکا بهرنیو چارو وزارت او د دې هېواد نړیوالې پراختیايي ادارې(یو.اېس.اې.آی.ډي) له خوا عملي شو او پر اساس يې له هېوادونو سره مرستې کمې شوې.

په ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکي په اوس وخت کې نړیوالو بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا جدي ګڼي او ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا دې د افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکړي.

د اقتصادې چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « دا مهال باید حاکم نظام په هغو ټولو اړیکو تمرکز وکړي چې له امله یې نړیوالې مرستې زیاتېدلی شي یا هم نړیوالې مرستې د افغانستان اقتصاد ته جذبېدلی شي. د دې ترڅنګ باید خلکو ته د کار زمینه برابره شي، هغه څه چې یوه ستونزمنه موضوع ده. حاکم نظام باید په دې وخت کې بهرني پانګوال که افغانان وي یا بهرنیان، د افغانستان په داخل کې په مختلفو سکټورونو کې پانګونې ته وهڅوي.»

د اقتصاد وزارت چارواکي د لا ډېرو مرستو د جذب خبره کوي او وايي، سرپرست حکومت هڅه کوي نړیوالې مرستې را جذب کړي، خو په خبره يې نړیوال دې هم له افغانانو سره کېدونکي بشري مرستې له سیاست سره نه تړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « باثباته اقتصادي وده له داخلي توان د ګټې اخستنې او پانګونې د جذب په لاس کې دی؛ له همدې امله موږ هڅه کوو چې د پانګونې په جذبولو او دغه راز د خصوصي سکټور په پیاوړي کولو او د ملي ظرفیتونو په کارولو سره، پر ستونزو غلبه وکړو. البته موږ له ټولو هېوادونو او نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کوو چې بشري مرستې همداسې بشري پاتې او د افغانستان له خلکو سره ادامه ولري.»

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانانو سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي.

 د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist