په هرات ولایت کې د بي پولې ډاکترانو د ماشومانو څانګې روغتون یوې مسوولې جولي له شمشاد نیوز سره په خبرو کې وویل، د تېر کال د جون او سپټمبر میاشتو شمېرو ته په کتو سږکال د خوارځواکو ماشومانو شمیر کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
جولي وايي:« تیر کال د ایم اس ایف دې مرکز کې ۴۲ بستره وو، خو په سپتمبر میاشت کې د ناروغانو شمیر زیاتوالي سره چې په ورځ کې ۱۰۰ ناروغانو پورې رسېده، موږ اړ شو، چې د بسترونو کچه ۷۴ ته ورسوو، تر څو وکولای شو هر ناروغ ته یو بستر ورسېږي.
که چېرې د ناروغانو شمېر له تېر کال سره پرتله کړو، نو ویلی شو، چې د ناروغانو شمېر شااوخوا دوه برابره شوی دی، چې په دغه مرکز کې بستر کېږي.»
جولي وايي، بستر شوي ماشومان له هرات سربېره د بادغیس او نورو ولایتونو څخه هم راغلي دي .
هغه ماشومان، چې پر خوارځواکۍ اخته شوي، وزن يې کم دی، تبه، پاړسوب اسهال او کانګې لري.
د یوه ناروغ ماشوم مور وايي:« هو! ډاکټران کوښښ ډېر کوي، بس د ده ناروغي لږ سخته ده. ناروغي يې د زړه ده، کوښښ کوي. خیر دې يوسي. ناروغي يې دغه ده، چې اسهال دی، استفراغ دی، پښې يې پړسېدلي دي او تبه لري.»
هرات او شااوخوا ولایتونو کې له کووېډ ۱۹ وراخوا اوږده جګړه، طبیعي پېښې، د خلکو بې روزګاري او د مناسبو خوړو کمښت هغه لاملونه بلل کېږي، چې خوارځواکي يې ډېره کړې ده.
د یوه ناروغ ماشوم مور وايي:«لس ورځې کېږي، چې دلته بستر دی، دی ناروغ شوی و. اسهال وه، ډاکټر ته مو یوړ، ښه نه شو، بیا يې خط راکړ او دلته مو راوړ بیستر مو کړ.»
هرات کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر داسي مهال ډېریږي، چې په وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د سختې لوږې او بې وزلۍ د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.
د بي پولي داکترانو روغتون مسوولین له خلکو غواړي، چې خپل ناروغ ماشومان پر وخت ډاکټر ته ورسوي.
هرات کې د بي پولې داکترانو د ماشومانو څانګې مسووله جولي وايي:« زما په آند د خلکو منځ کې باید عامه پوهاوی زیات شي. میندې باید د شدیدې خوارځواکۍ نښو باندې پوهې شي، ترڅو دوی وکولای شي، خپل ماشومان د ولسوالۍ د خوارځواکۍ درملنې د سکرین مرکز ته یوسي. هلته باید ډاډ ترلاسه کړي، چې ماشوم یې شدیدې خوارځواکۍ سره نه وي مخ شوی، ځکه که ناروغ ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ څخه وکړېږي او ناوخته روغتون ته یوړول شي نو د ماشوم ناروغ ژوند ته لا سخت ګواښ پېښېدلی شي.»
روغتیا پالان وايې خوارځواکي د ماشوم په وجود کې د غذايي موادو د کمښت له امله رامنځته کېږي.