په داسې حال کې چې د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې یو لړ ستونزې حل شوي او دا مهال هېواد ته د وارداتو لړۍ عادي حالت ته ګرځېدلې،خو په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیو کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.
کابل ښاریان وايي، تمه یې لرله،چې مسوولین به پر بازار کنټرول زیات کړي او د خوراکي توکو بیې به راټیټې کړي،خو په وینا یې هر څه برعکس روان دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ هېله لرله،چې بیې به راټيټې شي، اوس ورځ پر ورځ بیې پر لوړېدو دي. پرون ما خپله اوړه نه درلودل. موږ ته یې دوه زره يونيم سل، دوه زره او دوه سوه افغانۍ یې بیه وویله.»
کابل ښار کې د اوړو او غوړيو د لويو ګودامونو مالکين بيا د بیو لوړوالی او ټېټوالی د امریکايي ډالرو د لوړېدو پورې تړي.
د کابل ښار یو تن هټۍ وال وايي:« مخکې چې کومه بیه کم شوې وه، لوی لامل يې د ډالرو لوړېدل و، يانې ډالر په ۸۹ و او اوس وخت کې په ۹۰ دی.»
په همدې حال کې د سوداګرۍ خونې فدراسیون سرپرست خان جان الکوزی وايي، د ځينو توکو بيې پر نړيواله کچه لوړې شوي او یو لامل یې د ډالرو ارزښټ لوړېدل دي.
الکوزی زیاتوي:« نن چې اوړه ۴۴۰ ته پورته شول، نو په دې خاطر ۳۰ ډالره په ټن کې جېګ لاړل، نو په دې کې هم بالاخره ورو ورو توپير راځي، د غوړيو مسله هم همداسې ده، بدبختانه چې نرخ په جهان کې لوړ دی. دا نن چې تاسو په ماليزيا کې وګورئ، نو په ۱۳۷۰ ډالر في ټن غوړي دي.»
الکوزی وايي، که اسلامي امارت له هېوادونو سره د خوراکي توکو لوی قراردادونه وکړي لیرې نه ده،چې د توکو بیې پخواني حالت ته وګرځي.
هغه زیاته کړه:« بله لاره یې د اموالو رانیول دي، خو دولت يې وس نه لري، دولت باید اموال پر لوړ قيمت راونيسي او پر ټيټه بیه یې خلکو ته توضيح کړي.»
يوازې د خوارکي توکو لوړې بيې نه دي،چې خلک یې له لوړو بیو شکايت لري، له دې سربیره د ژمي په رارسېدو سره کابل ښار کې د سون توکو بیې هم لوړ شوي،چې ډېری ښاریان یې د اخېستلو وس نه لري.