د کابل ښار یو بل تن اوسېدونکی بیا وايي: «مخکې به مو چې ځانته کومې پیسې بېلولې، د بنډار لپاره، د ملګرو د چکر له پاره، متاسفانه چې اوس نه کېږی، اوس هغه پیسې د کور د مصارفو له پاره جدا کوو، ځکه مخکې کار ښه و، موږ به چې لږ دوکانداري هم وکړله، نو دواړه ضرورتونه به پوره کېدل، اوس تقريبا وخت هم ډېر ورکوو، دوکاندارۍ ته خو هغسې دوکانداري نشته دی.»
ځينې نور بيا وايي، پخوا يې روزګار ښه و، سپما به یې کوله، ورځيني لګښتونه یې زیات وو او د کورنۍ غړي به یې تفرېحي ځایونو ته وړل، خو اوس نه یوازې دا چې سپما نه شي کولی، ورځيني لګښتونه هم نه شي پوره کولی.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «ګټه کمه شوې ده، په ورځينې ژوند کې او په مصارفو کې اوس ډېر دقت کوو، هغه مصارف اوس نه کوو، چې تر دې وړاندې مو کاوه، فقط دقت په مصارفو کې کوو او ضرورت رفع کوو.»
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« مخکې ډېره ښه وه، دوه نیم سوه روپۍ به چې شوې تقريبا دا پنځوس ډالر به زموږ شخصي جامې شوې، جيمپر شو، بوټان شو، په دې شیانو مصرف کېدلې، دوه سوه روپۍ به مو چې کورته يوړلې، نو د کور د خوراک توکي به ورباندې کېدل.»
دا تغير يوازې د کابل ښاریانو په ژوند کې نه دی راغلی، بلکې د وروستي سياسي تحول او پر افغانستان د ا قتصادي بندیزونو له امله د هر افغان ژوند اغیزمن شوی او زیات یې ښې راتلونکې ته هېڅ هېلهمندي نه لري.