د خوست ښار کې د نري رنځ (توبرکلوز) د تشخیص مرکز ته هره ورځ لسګونه ناروغان مراجعه کوي.
ځايي چارواکي وایي، د دې ولایت پر مرکز سربېره ولسوالیو کې هم ورته مرکزونه لري چې په کې پر نري رنځ د اخته کسانو تشخیص او درملنه کېږي.
د خوست عامې روغتیا ریاست مرستيال شېرا ګل ځدراڼ وايي: « د اېم ډي آر پروژه او ماشین آلات او ټکنالوژي مو دلته په ملکي روغتون کې نصب کړې ده. هغه کسان چې د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته تلل، اوس به همدلته تداوي کېږي. همدارنګه د خوست په ۶ یا ۷ نورو ساحو کې مو هم پرمختللې ټکنالوژي ځای پرځای کړې ده.»
په ورته مهال، خوست کې د ساري ناروغیو ډاکټران خبر ورکوي چې د روان لمريز کال په تېرو درېیو میاشتو کې یې د ټول خوست پر کچه پر نري رنځ اخته ۶۶۱ کسان تشخیص کړي چې له دې سره روان کال په دې ولایت کې د یادو ناروغانو شمېر ۲ زره ۴۵ تنو ته رسېدلی.
د ډاکټرانو په خبره، نری رنځ ساري او وژونکي ناروغي ده او اړتیا ده چې د مخنیوي لپاره يې کورنۍ له پوره احتياط کار واخلي.
د خوست عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغيوو مسوول ډاکټر محمد کریم وايي: « موږ د کال په لومړۍ ربع کې ټولټال ۶۰۲ تنه ناروغان لرل، په دویمه ربع کې مو ۷۱۲ تنه ناروغان لرل، په درېیمه ربع کې موږ ۶۶۱ تنه مثبت ناروغان لرل. د اټکل له مخې په ټول کال کې د مړینې کچه تقریبا ً ۱۳ تنو ته رسېږي.»
ډاکټر محمد ولي نوري وايي: « موږ باید په نري رنځ اخته کس ته ځانګړې خونه ورکړو، د خوراک لوښي یې بېل کړو. باید د ورځې په اوږدو کې د خونې کړکۍ درې تر څلور ساعتونو خلاصې پرېږدو، ترڅو شمال په کې وچلېږي او د لمر وړانګې ورننوځي.»
د ډاکټرانو د ملوماتو له مخې، نری رنځ یوه ساري باکټریایي ناروغي ده چې تر ډېره د انسان سږي اغېزمنوي، خو د بدن نور غړي لکه پښتورګي، ماغزه او هډوکي هم ځپلی شي.
یاده ناروغي تر ډېره په سر تړلو ځایونو کې د ټوخېدلو، خبرو کولو، اوږدمهاله اړیکو او ناسم ټولنیز یا ګډ ژوند له امله نورو ته انتقالېدای شي.
په دې ناروغۍ یو تن اخته کس ایوب خان وايي: « دې روغتون ته هره ورځ په نري رنځ اخته تر ۱۵۰ تنو راځي چې ډېر یې د سینې ناروغۍ لري.»
په نري رنځ اخته عمرخان وايي: « دا داسې ناروغي ده چې سینه دې نیسي او ساه نه شې اخیستلی. زما اوس هم ټټر بند دی او سمې خبرې نه شم کولی.»
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د نري رنځ ناروغي هر کال په ټول هېواد کې له شاوخوا ۱۰ زرو کسانو ژوند اخلي او اوس د یادې ناورغۍ د مخنیوي په تړاو تازه اندېښنې دا دي چې په افغانستان کې لا له وړاندې زیانمن روغتیايي سکټور د نړیوالو مرستو په کمېدو سره، نور هم مخ پر ځوړ روان دی.