Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د جلغوزیو حاصلات  د پام وړ زیات شوي 

admin by admin
2021/10/10

په پکتیا ولایت کې د جلغوزیو یو شمېر ځنګل لرونکي او کاروباریان وایي، سږ کال له وچکالۍ سره سره د جلغوزیو حاصلات د نورو کلونو پرتله زیات دي،خو په خبره یې بازار یې  سوړ دی.

د جلغوزیو یو تن ځنګل لرونکی  وايي:« د نورو کلونو پرتله یې حاصلات،څو برابره زیات دي،غوټې یې ښې پخې او ډکې دي او خلکو ښه حاصل تر لاسه کړی دی.»

د جلغوزیو یو بل ځنګل لرونکی بیا وايي:«حاصل یې له نورو کلونو څخه یو په لسه زیات دی،خو توپیر یې دا دی،چې نورو کلونو کې به چین او ځینو نورو هېوادونو ته صادریدل،خو سږ کال بازار نه لري.»

وروستیو کلونو کې د هوایي دهلیزونو له لارې جلغوزي چین او نورو هیوادونو ته صادر کېدل، د  جلغوزیو کاروباریان له اسلامي امارته غواړي،چې د نړیوال بازار په موندلو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د جلغوزیو یو تن سوداګر وايي:« موږ له اسلامي امارته غواړو،چې جلغوزیو ته وړ نړیوال بازار پیدا کړي،سږ کال یې بیې کمې دي. که نړیوال بازار ورته پیدا نه شي،موږ ته ګټه نه کوي.»

د پکتیا کرنې ریاست چارسمبالی علاوالدین شهید زوی وایي، اسلامي امارت په ټولییز ډول جلغوزیو ته د نړیوال بازار د موندلو په هڅه کې دی او سوداګر او کاروباریان دې په  اړه اندیښنه نه کوي.

شهید زوی  زیاتوي:« ان شاء الله اسلامي امارت او سوداګرۍ وزارت په دې لټه کې دی، چې جلغوزیو ته مناسب نړیوال بازار پیدا کړي. د جلغوزیو کاروباریان دې په دې اړه اندیښنه نه کوي.»

اندیښنې دا دي،که اسلامي امارت جلغوزیو ته نړیوال بازار ونه مومي،پاکستان ته به په قاچاقي ډول یووړل شي او هغه هېواد به یې پر خپل نوم صادر کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist