Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هیلټ کلسټر: د امریکا د مرستو ځنډېدو له امله افغانستان کې ۳۲۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

هیلټ کلسټر: د امریکا د مرستو ځنډېدو له امله افغانستان کې ۳۲۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/23

له یو شمېر نړیوالو بنسټونو او نا دولتي موسسو تشکیل شوی د افغانستان روغتیايي کلسټر د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په اکثریت هېوادونو او بنسټونو د امريکا له لوري د مرستو بندېدو د افغانستان پر روغتيايي سکټور اغېز کړی.

د روغتیا کلسټر د ملګرو ملتونو د ځينو ادارو په شمول له نړيوالو سازمانونو یوه تشکیل شوې ټولنه ده چې تر ډېره يې تمرکز په هېوادونو کې پر روغتيايي سکټور ور ټوله ده.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي، د امريکا د نړیوالو مرستو له بندېدو سره په افغانستان کې څه باندې ۳۰۰ روغتيايي مرکزونه تړل شوي او په دې توګه روغتيايي خدمتونو ته د ۲.۵ ميليونو افغانانو لاسرسی پرې شوی دی.

د راپور یوه برخه: « د امريکا له لوري د نړيوالو مرستو ځنډېدل د افغانستان په ۳۱ ولايتونو کې د ۳۲۰ روغتيايي مرکزونو د بندېدو لامل شوي. د دې مرکزونو د بيا فعالولو لپاره د مالي تمويل پيدا کولو په موخه د مرسته رسوونکو شريکانو ترمنځ قوي همغږۍ ته اړتيا ده.»

ډاکټران دې شمېرو ته په پام په افغانستان کې د روغتيايي مرکزونو د فعاليت بندېدو په اړه اندېښمن دي او وايي، له دې سره په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی کمېدای شي او دغه راز دا احتمال هم شته چې د محدود لاسرسي له امله په يادو سيمو کې د درملنې وړ ناروغيو له امله د مړينې کچه لوړه شي.

ډاکټر کمین ساپی وايي: « د سیاسي وضعیت یا هم نورو بېلابېلو ستونزو له کبله که دغه صحي خدمات د کور دننه او په هېواد کې بندېږي یا بند شوي، زه یې د هېواد والو او روغتیايي سکټور په خیر نه بولم. له دې سره زموږ د هېواد روغتیايي وضعیت ممکن خراب او د ناروغانو لپاره د درملنې نه شتون له امله د مړینې کچه لوړه شي. همدارنګه څرنګه چې تاسو وینئ، د مور او ماشوم د مړینې کچه هم لوړه شوې چې ښايي یو دلیل یې همدا وي. موږ له نړیوالو روغتیايي سازمانونو غوښتنه کوو چې د تېر په څېر خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او هغه مرستې بېرته پيل کړي چې اوس مهال یې بندې کړې دي.»

ډاکټر عبدالرزاق احمدزی وايي: « په مختلفو ولایتونو کې اکثریت هغه کلینیکونه چې د موسسو له خوا اداره کېدل، اوس بند شوي او موږ له اسلامي امارت غوښتنه لرو چې دغه ستونزه هواره کړي. باید هغو لرو پرتو سیمو کې چې په کې دغو کلینیکونو فعالیت درلود او د مور او ماشوم په برخه کې یې خدمات وړاندې کول، د ستونزو له ډېرېدو مخه ونیول شي.» 

په دې اړه مو د عامې روغتيا وزارت نظر وغوښت، خو مسوولینو يې ځواب را نه کړ.

 شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د روغتيا نړيوال سازمان ويلي و چې په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو ښځو له ډلې څه باندې ۶۰۰ هغه يې کافي روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي نه لرلو له امله د زېږون پرمهال ژوند بايلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist