Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکايي چارواکي حکومت ته؛ د افغان کډوالو ملاتړ وکړئ

امریکايي چارواکي حکومت ته؛ د افغان کډوالو ملاتړ وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/11

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام ریيس شان وېنډیوار د امريکا بهرنيو چارو وزیر ته په استولي ليک کې د افغان کډوالو د ملاتړ غوښتنه کړې.

د روېټرز د راپور له مخې، د ياد ليک جزیيات يې ترلاسه کړي، نوموړي انديښنه ښودلې که امريکا د خپلو افغان محتدينو ملاتړ ونه کړي، نو ښايي د دوی ژوند له جدي ګواښونو سره مخ شي او دا چاره به د ځنيو هېوادونو په راتلونکو جګړو کې د امریکايي ځواکونو باور زيانمن کړي.

د دې اندېښنو پر دوام د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مخکېني رییس مایکل مک‌کال هم له سي.بي.اېس ټلوېزيون سره په مرکه کې غوښتنه کړې، هغه افغانان چې له دوی سره يې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، باید اجازه ورکړل شي چې د کډوالۍ ځانګړو وېزو په وسيله امريکا ته لاړ شي.

هغه زیاته کړې:« موږ له دوی سره ژمنه کړې وه، چې د امریکا له پوځ سره د همکاریو په بدل کې له هغوی ملاتړ وکړو. ډېری یې ژباړونکي او سیمه‌ییز کارکوونکي وو چې له موږ سره یې کار کاوه. هغوی د کډوالۍ ځانګړې وېزه (اېس.آی.وي) لري او باید اجازه ورکړل شي، چې له دې لارې امریکا ته د ننوتلو لپاره ترې کار واخلي.»

خو د کډوالو حقونو یو شمېر مدافعان وایي، امریکا ته د تګ په موخه د درېیمو هېوادونو له ډلې یوازې په پاکستان کې څه باندې ۲۵ زره افغانان په تمه دي چې په خبره یې ډېری یې د ګونګ برخلیک له امله  له رواني ستونزو سره مخ شوي.

د کډ‌والو حقونو مدافع ظاهر بهاند وايي:«هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې کېسونه لري او د امریکا ته د تګ په تمه دي، له خورا ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوې دي، له یوې خوا د وېزو نه شتون او له بلې خوا د پولیسو ځورونه، دا هغه څه دي چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي. دا هم باید پر ډاګه ووایم چې له هغې ورځې چې ښاغلي ټرمپ اعلان کړی چې کېسونه دې وځنډېږي، دلته په پاکستان کې خلک له روحي ستونزو سره مخ شوې، ان دوه د ځان وژنې پېښې رامنځته شوې دي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته د لېږل شوي لیک ځواب لا نه دی ورکړل شوی؛ خو د حقوقي چارو یو شمېر شنونکي د کډوالۍ له نړيوالو بنسټونو غواړي چې په درېيمو هېوادونو کې بهر ته د تګ په موخه منتظرو افغانانو لپاره دې ځانګړی پلان جوړ کړي او ستونزو ته دې رسېدنه وشي.

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي:« دلته پر افغان مهاجرینو باندې هر ځای کې ظلم کېږي، یوازې امریکا نه ده بلکې ټول هېوادونه، هغه که ګاونډي هېوادونه دي او که نړیوال هېوادونه دي، له افغان مهاجرینو سره یې هر وخت ظلم کړی، هر وخت یې پر دوی تشدد کړی او ستونزې یې ورته جوړې کړې دي. که چېرې نړیوال قوانین وي، د مهاجرینو د څار کمېټې وي، که دوی وکولی شي چې د مهاجرینو لپاره داسې یو پلان جوړ کړي، پر یوه داسې پلان باندې کار وکړي چې دوی( مهاجرین) د تل لپاره له ستونزو خلاص شي. فکر کوم امریکا هر وخت له افغان مهاجرینو سره ظلم کوي، د ټولو مسلمانو هېوادونو له مهاجرینو سره ظلم کوي. نو پکار دا ده چې ظلم ورسره ونه شي. د مهاجرنیو نړیوال قوانین چې دي، د هغې په چوکاټ کې ورته سیسټم جوړ کړي او پر هماغه چوکاټ باندې مخته ولاړ شي.»

امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو سره سم په لومړیو اقداماتو کې د درېیو میاشتو لپاره یاد هېواد ته د هغو ۳ زرو کسانو پر پروازونو بندیز ولګېد چې له قطر او البانیا یې امریکا ته د تګ لپاره ټولې پروسې بشپړې کړې وې؛ خو دا چې د انتقال پروسه به بیا کله پیلېږي او په درېیمو هېوادونو کې به د منتظرو افغانانو ستونزو ته څه ډول رسېدنه کېږي، په اړه يې د امريکا حکومت واضيح څه نه دي ويلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist