د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، طالبان باید عملي ډیپلوماسي خپله کړي چې په وینا یې اوسني شرایط او واقیعتونه داسې دي چې څو بعدي پالسي باید رامنځ ته شي.
د دوی په باور د افغانستان بهرنی سیاست باید یوازې په چین روسیې، پاکستان او ایران تکیه ونه کړي په دې مانا چې دا هېووادونه خپله د یوازې کېدو په حال کې دي.
د سیاسي چارو شنونکی اجمل سهیل وايي:« عملي ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده،اوس د طالبانو اداره پر خیالي ډیپلوماسۍ ولاړه ده،چې هغه نه شي کولای،د دوی په شناخت او اړیکو کې مرسته وکړي. دوی باید عملي ډیپلوماسۍ لورته ولاړ شي.
څو بعدي پالسي باید ولرو،زموږ سیاست باید یوازې تر بهرنیو چارو وزارت پورې پاتې نه شي، نورې ادارې هم ښکیل شي.
بهرني سیاست کې باید بیلانس او تعادل راولو،چې عدم د تعادل د دې لامل ګرځي،چې یو شمېر هېوادونه خفه او ځینې خوشحاله شي. موږ نه یوازې په چین،روسیې، پاکستان او ایران تکیه ونه کړو،دوی خپله د تدریج په حال کې دي.»
د سیاسي چارو شنوکو ټینګار دا دی،چې طالبان باید ژور بدلونونه رامنځ ته کړي.
د شنونکو په وینا طالبان باید ټولې لویې لارې پرانیزي او خپل بهرني سیاست کې هغو نړیوالو قوانینو، بشرحقونو او کنوانسینونو ته درناوی وکړي،چې نورو هېوادونو هم منلي دي.
ود سیاسي چارو شنونکی بریالی نصرتي وايي:« طالبان باید د پخواني یو قانون چې هغه یا د ظاهرشاه او یا هم د سردار دواد خان وي خپل بهرنی سیاست عیار کړي.
لارې باید خوشې شي،د ملګرو ملتونو له منشور او د بشر حقونو په برخه کې طالبان باید له جدیت کار ونه اخلي،ځکه نړۍ په دې برخه کې بې تفاوته پاتې کېدای نه شي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«هغه میعارونه او کنوانیسیونه،چې پر نړیواله کچه منل شوي دي، طالبان هم باید ورته درناوی وکړي.
هغه قوانین چې د بشر حقونو په برخه کې دې او نړیوالو،چې کوم شرایط وړاندې کړي،هغه باید رعایت شي،ترڅو افغانستان له دې تدریجې او منزوي حالته واېستل شي.»
چین او روسیه هڅه کوي،چې نړیوال دې ته لېواله کړي،چې د طالبانو حکومت پر رسمیت وپېژني.
له طالبانو غوښتنه دا کېږي،چې بهرني سیاست په برخه کې د پوهانو او استادانو یوه اجماع راوغواړي، ترڅو د بهرني سیاست اساسات او کرښې وټاکي.
په تېرو شلوکلونو کې د افغانستان بهرنی سیاست د امریکا په متحده ایالاتو تکیه وه،چې دې کار سیمه او غرب سره ناهمغږي کړي وو.