Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 چارواکي: بلخ کې د  خپلسرو کېندنو مخه نیول شوې 

admin by admin
2021/09/26

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست چارسمبالی مولوي ذبيح الله نوراني نن یکشنبه د «۱۴۰۰ کال د تلې پر ۴ مه»  له شمشاد سره په خبرو کې وویل،په دغه ولايت کې يې د لرغونو سيمو د خپلسرو کېندنو مخه نيولې ده.

د دې تر څنګ نوراني وايي، د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره يې هم يو لړ ګامونه پورته کړي دي.

نوراني زیاتوي:« د بلخ ولايت ټول تاريخي اثار او آبدې له نږدې کتل شوي دي او د ساتنې لپاره يې ځانګړي کسان موظف شوي دي. همدا راز کومې کېندنې چې د تېر حکومت په دور کې کېدلې، د هغو مخنيوي هم شوی دی.»

نوراني وايي، هڅې یې پيل کړي دي،څو د بلخ د لرغونو سيمو او تاريخي اثارو د ليدنې لپاره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ته لا ډېره زمينه برابره کړي.

نوراني زیاته کړه:«هڅه دا ده،چې دغې برخې ته پاملرنه نوره هم زياته شي. د هېواد نورو ولايتونو سيلانيان يې ليدو ته راشي. همدا راز له نورو هېوادونو څخه هم سيلانيان راشي او له دغو لرغونو ځايونو څخه ليدنه وکړي.اوس هم که هغوی راشي، پر وړاندې به يې هېڅ ستونزه نه وي.»

په ورته مهال مزارشریف کې د فرهنګي چارو فعالان د تاريخي اثارو او لرغونو ځايونو پر ساتنې او خونديتوب ټينګار کوي.

د فرهنګي چارو فعال غلام علي ملکزی  وايي:« له شته تاريخي اثارو بايد ساتنه وشي، په جدي ډول د دغو اثارو د تخريب او يا کيندنو مخه دې ونيول شي.»

مدني فعال ذبيح الله نیکزوی وايي:« د بلخ لرغوني اثار د سيلانيانو او همدا راز خپله د دې سيمې د خلکو لپاره د عوايدو له اړخه ډېر اهمیت لري، که وضعيت ښه وي،نو دلته به سيلانيان راځي او عوايد به يې ځايي  خلکو او حکومت ته پاتې کېږي.»

بلخ د هېواد په شمال کې د تاريخي اثارو او لرغونو سېمو له اړخه شتمن ولايت دی،چې د ډېری لرغونو اثارو تاريخي مخينه يې زرګونو کلونو ته رسېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist