Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې له کورنیو غنمو د اوړو تولیدولو کچه لوړه شوې

کندهار کې له کورنیو غنمو د اوړو تولیدولو کچه لوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/23

د کندهار ولایت په صنعتي پارک کې د زون پر کچه له کورنیو غنمو د اوړو د تولید یوه کارخونه څلور میاشتي وړاندې د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوه او دا مهال په کې لسګونه کسان کار کوي.

د یادې کارخونې مسوول وايي، په یوه شپه او ورځ کې د۲۸۰ ټنو اوړو د تولید وړتیا لري خو د برېښنا د کمښت له امله اوس په ورځني ډول ۱۰۰ ټنه اوړه تولیدوي.

د اوړو د تولیدي کارخونې مسوول ګل محمد وايي: « زموږ تولید کړي اوړه هلمند، غزني، کابل، خوست او له سالنګ دې  خوا نورو ټولو ولایتونو ته ځي او بله خوا تر هرات پورې ځي. موږ له وطني غنمو شپږ ډوله تولید لرو. د مثال په توګه، ترمیده، سوجي، بوسه. بوسه هغه اوړه دي چې څارویو او مارغانو ته ورکول کېږي، همدارنګه سوجي اوړه، د کېک او کولچو پخولو اوړه او عادي اوړه.»

د یادې کارخونې کارکوونکي وايي، دلته د عصري ماشینونو پر مټ له غنمو د اوړو په ګډون شپږ ډوله تولید لري چې د اړتیا په صورت کې له بهرنیو غنمو هم استفاده کوي.

د دوی په خبره، تولید شوي اوړه د کندهار تر څنګ د هېواد یو شمیر نورو ولایتونو ته هم استوي.

د اوړو د تولیدي کارخونې یو تن کارکوونکی لالی وايي: « موږ دلته د  غنمو دوې زېرمې لرو، په یوه کې کورني او بله کې قزاقي غنم اچوو. دا غنم به څلورم چت کې وینځل کېږي او له هغه وروسته اوړه کېږي. له دې اوړو بیا درې ډوله نور اوړه تولیدېږي.»

د دې کارخونې یو بل کارکوونکی خان جان وايي: « وطني اوړه هم وباسو، قزاقي اوړه هم وباسو، سوجي  او چالو اوړه هم وباسو. دا اوړه غزني، کابل او ننګرهار ته ځي.»

ورته مهال، د کندهار صنعت او کانونو خونې مسوولین وايي، په دې ولایت کې اوس مهال له غنمو د اوړو تولید کچه لوړه شوې او په دې برخه کې درې کارخونې فعالیت کوي، خو دوی هڅه کوي په دې برخه کې نور پانګوال هم هڅوي، ترڅو د بهرنیو اوړو اړتیا په بشپړ ډول ختمه شي.

د کندهار صنعت او کانونو خونې ریيس سید سرور اماني وايي: « دغې کارخونې د کندهار پر بازار ډېر مثبت اغېز کړی او کیفیت یې هم ډېر لوړ دی. پخوا به موږ ته تیار اوړه راتلل او موږ نه وو خبر چې په ترکیب کې یې څه دي. د دې اوړو کیفیت ډېر ښه دی او څومره غله چې په کندهار کې پیدا کېږي، دوی یې اوړه کوي. همدارنګه د دې کارخونې له سبوسو هم د څارویو په خوراک کې ګټه اخیستل کېږي.»

افغانستان ته اوس د اړتیا وړ اوړه له پاکستان او قزاقستان واردیږي او ډېر کله د لارو بندېدو له امله د نرخونو کچه لوړېږي.

 خلک وايي، له خپلو غنمو د اوړو تولیدوونکو کارخونو شته والی کولی شي د بهرنیو اوړو اړتیا کمه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist