د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، روزا اوتونبایوا د هېواد اقتصادي ودې او له افغانستان سره د نړيوالو له لوري د کېدونکو بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت خبرې کړې.
متقي په دې ناسته کې ويلي، د اقتصادي پرمختيا په برخه کي یو شمېر پلانونه د پلي کېدو په حال کې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: « د بهرنیو چارو وزیر په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د اقتصادي ثبات په ډګر کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، د هېواد اقتصاد له ثبات وروسته اوس د ودې پر لور حرکت کړی او د دې خبرې یو ثبوت د نړیوال بانک وروستی راپور دی. نړیوال بانک د افغانستان د سږ کال اقتصادي وده ۲.۷ سلنه ښودلې. محترم متقي صاحب وویل، د اقتصادي پرمختیا په برخه کې نور پلانونه هم د پلي کېدو په حال کې دي چې له بشپړېدو سره به یې د چټکې اقتصادي ودې شاهدان اوسو.»
بله خوا، د يوناما مشرې ويلي په تېرو درېيو کالونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو زياته شوې او دا يو مثبت پرمختګ دی.
روزا اوتونبایوا دغه راز له افغانستان سره د بشري او پراختيايي مرستو د دوام ډاډ ورکړی.
ورته مهال، د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان وګړي په اوسني حالت کې له سختو اقتصادي ستونزو او فقر سره مخ دي او په خبره يې، نړيوالو ته په کار ده چې بشري مرستې ورسره جارې وساتي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « په اوسني حالت کې باید بشري مرستې زیاتې شي، ځکه چې خلک له فقر سره مخامخ دي. تر هغوی چې د دوی اقتصادي ستونزې حل کېږي او بیا پراختیايي مرستې کېږي او پروژې پلې کېږي، د دغو پروژو تر بشپړېدو او ګټې ته رسېدو پورې، خلک اړتیا لري چې بشري مرستې ورسره وشي.»
ځینې نور بیا له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنک پرمختیايي مرستې هم اړینې بولي.
دوی وايي، دا چې افغانستان له اقتصادې پلوه پر ځان بساینې ته نږدې شي، نو اړینه ده چې اساسي او پراختیايي پروژې په کې پلي شي.
د اقتصادې چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « مرستې که په هره برخه کې وي یا په هره سطحه وي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي. په دې کې شک نه شته، هغه مرستې چې په پراختیايي پروژو کې مصرفېږي، تأثیرات یې د هغو مرستو په پرتله زیات دی چې له بشري ناورین سره د مبارزې په برخه کې لګول کېږي. که د مرستو لړۍ په دواړو برخو کې جاري وي او ترسره شي، دغه کار په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري.»
د کارپوهانو په باور، له اقتصادي پلوه د افغانستان په خپلو پښو درولو لپاره اړینه ده چې سرپرست حکومت پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو بهر مېشتي افغان پانګوال هېواد ته را ستانه شي او په کوردننه پانګونه وکړي.
د سرپرست حکومت چارواکو له دې وړاندې هم په وار وار بهر مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو بادې غږ کړی چې افغانستان ته راستانه شي او دوی به ورته ټولې اسانتياوي برابرې کړي.