« د نجونو تعلیم، نه یوازې مذهبي فریضه بلکې د ټولنې د پرمختګ اړتيا»، دا په اسلامي ټولنو کې د نجونو د تعليم په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان له دوه ورځني کنفرانس وروسته خپرې شوې اعلامیې سرلیک دی.
دغه دوه ورځني کنفرانس کې چې د ۴۷ هېوادونو د استازو په ګډون د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړ شوی و، د نجونو تعليم يې د هغوی بنسټیز حق وباله او ویې ویل، اسلامي شریعت او لارښونې د نجونو پر زده کړو ټینګار کوي.
په افغانستان کې د نجونو د تعليم یو شمېر فعالانې غوښتنه لري چې سرپرست حکومت دې د اسلامي هېوادونو سپارښتنې عملي کړي او د نجونو د زده کړو پر وړاندې دې پراته خنډونه لرې کړي.
د ښځو حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ وايي: « پر افغانستان واکمن نظام باید هر څومره ژر چې وي، نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي. له بلې خوا، د ښځو د سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز مشارکت لپاره هم مساوي ونډه په پام کې ونیسي.»
سرپرست حکومت د ښځو د تعليم په تړاو د اسلامي هېوادونو د وروستيو سپارښتونو او پرېکړو په اړه څه نه دي ويلي.
خو پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو پرېکړو ملاتړ کړی او زده کړې يې د نجونو مسلم او نه انکار کېدونکی حق ګڼلی.
دکرزي پر اېکس پاڼه لیکل شوي: « پخوانی ولسمشر د هېواد د پرمختګ، د ټولنې د ثبات او ټینګښت او د کورنیو د هوساینې برخو کې د ښځو او نجونو رغوونکي رول ته په کتو په ټینګار سره بیاځلې له سرپرست حکومت غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.»
د سیاسي چار یو شمېر شنونکي د نجونو زده کړې د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي بولي او د دې حق پر ورکړې ټینګار لري.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د نجونو او ښځو د کار او تعلیم مساله یو منل شوی حقیقت دی او اسلامي امارت ته ښايي چې تر وري(حمل) میاشتې پورې په دې اړه ځانګړي اقدامات وکړي.»
سرپرست حکومت که څه هم د نجونو پر زده کړو بندیز لنډمهاله بولي او یو شمېر لوړپوړو چارواکو يې بيا بيا د نجونو د زده کړو پر ارزښت او اړتيا ټینګار کړی؛ خو د درېيو کلونو په تېرو سره بیاهم نه دي توانېدلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.