Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د فراه خلک: له طالبانو غواړو د بخش اباد بند عملي چارې پيل کړي 

admin by admin
2021/09/20

د فراه ولایت  مرکز او ولسوالیو قومي مشران او عام خلک وايي، له طالبانو غواړي،چې د بخش آباد بند عملي چارې دي پیل کړي.

 دوی وايي،که چېري دغه بند جوړ شي، فراه کولائ شي، د هېواد ټولو ولایتونو ته غله او نور کرنیز محصولات صادر کړي.

د فراه  یو تن قومي مشر حاجي آغاجان وايي:« موږ تعلیم او تربیې  ته ډېره اړتیا لرو. نور ترهغه را په دې خوا ترسړک او هرڅه موږ ته  د بخش آباد بند مهم دی. موږ اوس د فراه  له ناوه تر دغه ځایه پرلسو کورو یو اینچ اوبه نلرو.»

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ یو تن قومي  مخور عبدالوکیل وايي:« که  د بخش آباد بند جوړ شي، د حاجي سناتور صاحب خبره دا نیم افغانستان ته غله او نور بخش آباد بند او فراه ورکوي. زموږ هیله او آرزو دغه ده،چې د نورو چارو ترڅنګ دغه کار باید تاسي ډېرجدي ونیسئ.»

د فراه قومي مخور وايې، اوس چې جګړه پای ته رسیدلي،په کار ده،چې حکومت د لویو ملي پروژو چارو عملي کیدو او د وطن د ودانولو لپاره لاس په کارشي.

فراه کې یوشمیر مدني فعالان  بیا وايي، که چیري دغه بند جوړ شي، زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره او بهر ته به د ځوانانو له تګه  مخنیوی وشي.

د فراه یو تن مدني فعال  دلاور حمیدزی وایي:«په سلګونه ځوانان  د پولې ها غاړې ته اوړي، څوک ایران  ته ځي، څوک پاکستان ته ځي. دغسي تر اروپا پوري اوږدیږي. د دې لوی لامل بیکاري ده، که چېرې دلته ځوانانو ته  د کار زمینه برابره شي، ان شآءالله زموږ یو ځوان هم لیوالتیا نه لري،چې هغه بهرته ولاړ شي.»

اخوا د فراه ولایت ځايي چارواکي د فراه ولسونو او قومي مخورو ته ډاډ ورکوي،چې غوښتنې به يې له مرکزسره شریکي او د بند د عملي چارو پیل کولو په اړه به اقدام کوي.

د فراه مرستیال والي مولوي عبدالصمد وايي:« خط راکړه ، پلاني ته تلیفون وکړه، هغه ته موږ چمتو یو، اوله ورځ هم موږ ویلي وه،چې کار باید ونه دریږي. لږ چې  شروع شي، بیا مشکل حل دی،خو موږ په خدمت کې یو.»

د بخش آباد بند چې د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې جوړیږي،تیرحکومت کې يې د ډیزاین چارې بشپړې او ځینو نورو برخو باندي يې کار روان و او د نوي حکومت په راتګ سره د دغه بند د جوړیدو چارې ودرول شوې.

د مالوماتو له مخې،د بخش آباد بند په جوړیدو سره به ۱۳۶۴ ملیون متره مکعبه اوبه زیرمه ۲۷ میګاواټه بریښنا به تولید او ۶۸ زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.

د فراه اوسیدونکي په داسي حال کې د بخش آباد بند د جوړیدو غوښتنه کوي،چې سږکال د وچکالیو له امله کروندګرو ته سخت زیانونه اوښتي او د کرنیزو محصولاتو کچه راټیټه شوې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
نړۍ

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist