Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان کېدونکې ناسته؛ اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/11

پاکستاني چارواکي وايي، د دې هېواد په کوربه توب د اسلامي همکاریو سازمان په دوه ورځنۍ ناسته کې یې د افغانستان اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړې.

د پاکستان پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، « په اسلامي ټولنو کې د نجونو زده کړې: ننګونې او فرصتونو» تر نامه لاندې د اسلامي همکاریو سازمان په دې ناسته کې چې ټاکل شوې د جنورۍ پر ۱۱ نېټه اسلام اباد کې پيل شي، د اسلامي امارت د استازي ګډون اړین دی.

د صدیقي په خبره، د هېوادونو رواجونو او فرهنګ ته درناوی لري؛ خو په خبره یې په اسلام کې دغو رواجونو او د نجونو پر زده کړو بندیزونو ته هېڅ راز ځای نه شته.

صدیقي زیاته کړې:« موږ افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړې. ستاسو د پوښتنې له لارې زه غواړم ووایم چې موږ د قبیلوي سیمو رواجونو او فرهنګ ته درناوی لرو؛ خو په مسلمانه ټولنه کې رسم او رواجونه او فرهنګ د اسلامي تعلیماتو او زده کړو تابع دي. زموږ په روایاتو او رواجونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیزونو ته هېڅ راز ځای نه شته. موږ هغوی ته د ګډون لپاره بلنه لېږلې او زه هیله لرم چې د هغوی استازی به په دې ناسته کې ګډون وکړي. افغانستان د ټولو لپاره یو مهم او مسلمان او زموږ ګاونډی هېواد دی.»

اسلامي امارت تر اوسه پورې په دې ناسته کې د ګډون یا نه ګډون په تړاو څه نه دي ویلي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و چې په دې ناسته کې د ۴۷ هېوادونو ۱۵۰ استازي چې د پوهنې برخې د متخصصانو، دیني عالمانو، ډېپلوماټانو او سیاستوالو یوه مجموعه ده، برخه اخلي.

د دې ناستې اصلي موخه د اسلامي ارشاداتو او ښوونو له مخې د اسلام دین پرهغه پیغام ټینګار دی چې نارینه او ښځو دواړو ته يې د زده کړې یو ډول حق ورکړی.

د ښځو د حقونو مدافع مذلفه کاکړ وايي: « په هېڅ یوه اسلامي هېواد کې د نجونو پر زده کړو بندیز نه شته بلکې دا یو فرض عمل دی چې باید ترسره شي. موږ له نړیوالې ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان هیله او غوښتنه کوو چې د نجونو د زده کړو له امله پر طالبانو فشار راوړي.»    

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) په خپل راپور کې چې د تېر کال په اګست میاشت کې خپور شوی و، له ثانوي زده کړو د محرومو افغان نجونو شمېر ۱.۴ میلیونه ښودلی.

د سیاسي چارو شنونکي هم دغه ډول ناستې چې په کې د ښځو د حقونو او په تېره بیا د هغوی د زده کړو په تړاو بحث کېږي، ګټورې ګڼي.

د سیاسي چارو شنوونکی سلیم پیګیر وايي: « دغه ډول کنفرانسونه د اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ډېر ګټور دي. دوی باید د مسلمانو نجونو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي. زه باور لرم چې دا کنفرانس به پر ټولو اسلامي هېوادونو او افغانستان باندې ډېرې ښې اغېزې ولري.»

واک ته د اسلامي امارت له بیاځل رسېدو موده وروسته، سرپرست حکومت لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او د ۲۰۲۲زیږدیز کال په ډسمبر کې د هغوی پر لوړو زده کړو هم بندیز وضع کړ.

که څه هم سرپرست حکومت د نجونو پر زده کړو لګول شوي بندیزونه لنډمهال بولي، خو د شاوخوا درېیو کلونو په تېرېدو سره دغه بندیز لاهم پر خپل ځای پاتې دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist