Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سفارت: پر افغان ښځو لګېدلي بندیزونه په ټولنه کې د برابرۍ او عدالت اصولو ته ګواښ دی

د امریکا سفارت: پر افغان ښځو لګېدلي بندیزونه په ټولنه کې د برابرۍ او عدالت اصولو ته ګواښ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/16

د سرپرست حکومت له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ټولنیزو حقونو لګېدلي محدودیتونه هغه مساله ده چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د نړیوالو له سختو نیوکو سره مخامخ شوې او اسلامي امارت یې په دې برخه کې نرمۍ او پر خپلو پرېکړو بیا کتنې ته بللی دی.

د دغو نیوکو په دوام، تازه د امریکا سفارت پر خپله اېکس پاڼه پر ښځو لګېدلي بندیزونه په ټولنه کې د برابرۍ او عدالت اصولو پر وړاندې ګواښ بللی.

دغه سفارت د ډسمبر پر ۱۰ د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت له زده کړو، کار او ټولنیزو حقونو د ښځو محرومول بي‌عدالتي ګڼلې او وايي، د وضعیت د بدلون او د ښځو د ملاتړ لپاره غږ پورته کولو ته دوام ورکوي.

سفارت زیاته کړې: « د زده کړو پر وړاندې له محدودیتونو نیولې تر له لومړنیو آزادیو بې برخې کولو پورې، هغه دوامداره بې عدالتۍ چې د افغانستان ښځې او نجونې ورسره مخ دي، د نړۍ پر کچه د برابرۍ او عدالت اصول ګواښي. په داسې حال کې چې د بشري حقونو لپاره غږ پورته کوو، راځئ چې یو موټی شو ترڅو د بدلون غوښتنه وکړو او په هر ځای کې د ټولو خلکو له حقونو ملاتړ وکړو.»

د ښځو حقونو مدافعانې پر زده کړو او کار لګېدلي بندیزونه نه یوازې د ښځو بلکې د ټولنې د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ او د وروسته پاتې توب لامل ګڼي.

دوی یو ځل بیا پر سرپرست حکومت غږ کوي چې دغه بندیزونه لرې او له اسلامي اصولو سره سم دې ورته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.

د ښځو د حقونو فعاله مذلفه کاکړ وايي: « نه یوازې دا چې طالبانو خپله ژمنه نه ده عملي کړې، بلکې د ښځو پر وړاندې یې محدودیتونه ورځ تر بلې نور هم ډېر کړي. دا کړنې نه یوازې د ښځو پر فردي حقونو ناوړه اغېزه کوي بلکې د ټولنې د بې ثباتۍ، وروسته پاتې توب او له زده کړو د محرومیت سبب هم شوي. ښځې د ټولنې نیمايي برخه تشکیلوي او کله چې نیمايي ټولنه فلج وي، دا ټولنه هېڅکله پرمختګ نه شي کولی.»

د سیاسي چارو یوشمېر شنونکي هم پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د بشري حقونو نقض ګڼي او وايي، د دغو بندیزونو ادامه کولی شي په کور دننه او بهر د سرپرست حکومت ناسم انځور وړاندې کړي.

دوی د ټولنې پر وګړو د محدودیتونو زیاتول په خپله هغه لامل یادوي چې د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنو ته زمینه برابروي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل ‌احمد نادم وايي: « د مکتبونو او پوهنتونو تړل، ښځو ته د حقونو نه ورکول، د کار حق نه ورکول په حقیقت کې له بشري حقونو سرغړونه ده. دغه څه هم په افغانانو پورې اړه لري او هم پر نړیواله کچه ډېر بد تأثیرات لري، نړۍ ته د افغانستان بده څېره ښکاره کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « د طالبانو همدغه فرمانونه به د دې سبب کېږي چې په افغانستان کې د داخلي جګړو او ګاونډیو هېوادونو ته د مداخلې لاره هواره کړي.»

بل پلو، سرپرست حکومت د اسلامي شریعت په رڼا کې په ځلونو ښځو ته د هغوی د حقونو د ورکړې خبرې کړې.

د سرپرست حکومت چارواکو دغه مساله د افغانستان کورنۍ ستونزه بللې او له هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

دا هرڅه داسې مهال دي چې درې ورځې وړاندې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې هم د یوناما مشرې او د یو شمېر نورو هېوادونو استازو پر ښځو بندیزونه غندلي او د اسلامي امارت له چارواکو یې د رفع کېدوغوښتنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist