Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه له افغان بزګرانو سره د کوکنارو بديل معيشت په برابرولو کې مرسته کوي

ملګري ملتونه له افغان بزګرانو سره د کوکنارو بديل معيشت په برابرولو کې مرسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/16

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیالې جورجیټ ګانیون د کندهار د والي له مرستیال ملا محمد صادق انقلابي سره کتلي دي.

د کندهار رسنیو مرکز په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو مرستيالې له لوري په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د کوکنار د بدیل معشیت پروژو پر تطبیق خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د یوناما مرستیالې له قوله راغلي، کندهار ته یې د سفر موخه د ملګرو ملتونو اړوند ادارو د پروژو څارنه، ارزونه او د راتلونکي کال په پلان کې د نیمګړتیاوو او ستونزو په نظر کې نیول شامل دي.

د یوناما مرستیالې جورجېټ ګانیون ویلي: « کندهار ته د سفر موخه د ملګرو ملتونو د اړوند ادارو د روانو او ترسره شویو پروژو څارنه او ارزونه ده او هم غواړو چې له سیمیزو مسوولینو د خلکو اساسي اړتیاوې واورو او د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په پلانونو کې يې ځای پر ځای کړو.»

د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د کندهار مرستیال والي د چېک ډېمونو، سړو خونو، سړکونو، لارو  جوړولو، د بې ‌کارۍ د مخنیوي، هېوادوالو ته د کاري زمینې په برابرولو ټینګار درلود. 

خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، تر هغې چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د بنسټیزو اقتصادي پروژو په برخه کې رښتیني همکاري ونه کړي، پر لنډ مهاله بشري مرستو هېڅکله اقتصادي ثبات نه شي رامنځته کېدای.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر رشتیا وايي: « تر هغو چې خلکو ته د عاید یوه ثابته سرچینه پيدا نه شي، دا به ډېره ستونزمنه وي چې د بېوزلۍ او بېکارۍ ګراف راټیټ شي. اوس مهال ټولې مرستې د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې ترسره کېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوه یونس ځدراڼ وايي: « هغه پاتې برخه چې دغو خلکو ته د مرستې په توګه ورکول کېږي، دا مرسته د دې خلکو بنسټيزې ستونزې نه شي حل کولی.»

ملګرو ملتونو له دې وړاندې په يوه راپور کې ويلي وو، د نشه ‌يي توکو پر کرکیلې د بنديز له لګېدو سره د هغو بزګرانو عايد ډېر کم شوی چې ياد توکي يې کرل او د دوی عايدو زياتوالي لپاره يې له بسپنه ورکوونکو د بوديجې غوښتنه  کړې وه، ترڅو ورته د بديل معيشت برابرولو له لارې عايد ډېر کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist