Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د پاشدان بند جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې

هرات کې د پاشدان بند جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/15

له سلما بند وروسته، هرات ولایت کې پاشدان دویم ستر بند دی، دغه  بند د ښار شمال ختیځ لور ته په ۲۵ کیلومترۍ کې پروت دی.

که څه هم په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته د دې بند د جوړولو چارې د څه وخت لپاره وځنډېدې، خو اوس چارواکي وايي رغنیزي چارې یې تر ۹۵ سلنو بشپړې شوې دي.

دوی زیاتوي، د هرات کرخ ولسوالۍ کې پروت پاشدان بند د ۲ مېګاواټه برېښنا د تولید او ۱۸ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري او ټاکل شوې پاتي چارې یې تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د پاشدان بند پروژې ساحوي انجینیر بهارالله همدرد وايي: « په ټوله کې د بند جوړولو کارونه له ۹۲ تر ۹۵ سلنو پورې مخته تللي او امیدوار یو چې زموږ پاتې کارونه په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړ شي.»

په یاد بند کې شاوخوا۵۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې.

دلته په کار بوخت کسان وایي، خوښ دي چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې او غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې د دا ډول پروژو له پلي کولو سره نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

د هرات اوسېدونکی فرامرز وايي: « موږ له اسلامي امارت ډېر خوشاله یو چې دا ډول پروژې په بشپړ امنیت کې دي، موږ او نور ځوانان دلته کار کوو. ښه ده چې زموږ ځوانان دلته کار وکړي، بهرنیو هېوادونو ته له تګ را ورګرځي او خپل هېواد آباد کړي.»

د هرات یو بل اوسېدونکی او د پاشدان بند کارګر وايي: « له ۱۰ تر ۱۱ کالو کېږي چې دلته کار کوم. زه ډېر خوښ یم چې په دې ملي پروژه کې کار کوم. کله چې دغه پروژه بشپړه شي، د افغانستان اقتصادي ودې ته به ډېره ګټه ورسوي.»

همدارنګه، د هرات سیمه ‌يیز چارواکي هم ډاډ ورکوي چې د آبادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه هڅه کوي چې ورته نورې لویې پروژې هم تطبيق کړي.

د دوی په خبره، نږدې راتلونکي کې به په شین ډنډ کې د کادانک بند جوړولو چارې هم پیل شي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي په دې اړه وايي: « د هرات محلي اداره هڅه کوي چې د سترو زیربنايي پروژو په پلي کولو سره، د دې ولایت خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. د دغو هڅو یوه بېلګه د پاشدان ستر بند پروژه ده. ټاکل شوې د شین ډنډ ولسوالۍ د کادانک بند کارونه هم په نږدې راتلونکي کې پيل شي او په دې سره نورو خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي.»

پاشدان بند د ۵۴ میلیونو متر مکعب اوبو زېرمه کولو ظرفیت لري او اوس مهال له۱۰ تر ۱۲ مترو په لوړوالي سره په کې اوبه راټولې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist