Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا اسلامي امارت له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړ

امنیت شورا د اسلامي امارت پر مهمو چارواکو د سفر بندیز تمدید کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/15

د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو ځل بيا بهر ته د اسلامي امارت د مهمو چارواکو پر سفر بنديز تمدید کړ.

د دې بنديز له مخې، د سرپرست حکومت جګ پوړي چارواکي نه شي کولی بهرني سفرونه ولري.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړیو هېوادونو د جمعې پر شپه دغه پرېکړه ‌ليک د رايو په غوڅ اکثريت تایيد کړه او د تېر په څېر يې یوځل بيا د سرپرست حکومت مهم چارواکي د ۱۴ میاشتو لپاره بهر ته له سفر کولو بند کړل.

د امنیت شورا خبرپاڼې یوه برخه: « د امنیت شورا ۱۵ دایمي غړیو په حضور کې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د ۲۷۶۳ تصویب شوي پرېکړه ‌لیک ته رایه وکاروله او دغه سند یې تر ۱۴ نورو میاشتو پورې تمدید کړ.»

دغه بنديز واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو سره سم لګول شوی او له هغه وروسته دوه ځله تمدید شوی دی.

د اسلامي امارت چارواکي د امنیت شورا دغې پرېکړې ته په غبرګون کې وایي، پر حکومت د فشار سیاست پایله نه لري او په خبره یې د ستونزو حل لپاره باید د بندیزونو پر ځای له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل وشي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي: « د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په دې غور وکړي چې هرکله ملګرو ملتونو او نړیوالو د افغانستان په هکله د انزوا له سیاست او فشار کار اخیستی، نتیجه یې نه ده ورکړې. نو، ولې د دې ناکامې تګلارې پر ځای د مثبت تعامل لاره نه خپلوي؛ ترڅو مسایلو ته د افغانستان د اوسنیو واقعیتونو په رڼا کې یو معقول حل پيدا او د فشار دې لړۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.»

ورته مهال، د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري لګول شوي بندیزونه د افغانانو پر ژوند منفي اغېز کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « پر اسلامي امارت د هر ډول تحریم او فشار لګول، د افغانستان پر خلکو د فشار راوړلو مانا لري. موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې له اسلامي امارت سره د تعامل او خبرو لاره غوره کړي.»

د امنیت شورا دغه پرېکړه ‌ليک ته د چين او روسيې استازو هم مثبته رایه ورکړې، هغوی چې له دې وړاندې یې په امنیت شورا کې د سرپرست حکومت ننګه کوله.

امنیت شورا کې د چين استازي په افغانستان کې امنيتي وضعيت ته په کتو ويلي، د افغانستان کنګل شوې شتمني دې هم آزاده شي.

پوښتنه دا ده چې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت پر جګ پوړو چارواکو د بندیزونو ادامه او فشار به څه پایلې ولري؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب‌الرحمن شمال وايي: « هیله ده سرپرست حکومت د دغو ستونزو د رفع کولو لپاره په خپلو پالیسیو او د حکومت په جوړښت کې بدلون راولي او د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنې ومني چې د افغانستان د خلکو ملي ګټې په کې نغښتې وي، ترڅو دغه بندیزونه هم لرې شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « اوس د تعامل وخت دی نه د فشار راوړلو. حل لاره له اسلامي امارت سره تعامل دی نه نړیوال فشارونه.»

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو څه باندې درېیو کلون تېرېدو سره، نه یوازې دا چې د اسلامي امارت د چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېست نه ‌دي ایستل شوي، بلکې نور هم زيات شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist