Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه له افغان بزګرانو سره ۴۵ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنه له افغان بزګرانو سره ۴۵ میلیونه یورو مرسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/12

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدلکبیر د سه شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لېندۍ پر ۲۰ مه)  د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسن سره کتنه کړې.

د اسلامي  امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، کتنه کې نیکولاسن د امنیت ټینګښت، له نشه يي توکو او فساد سره د مبارزې په برخه کې یې د اسلامي امارت کړنې ستایلې دي او زیاته یې کړه چې نړیوال بنسټونه او ادارې باید په دغه برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د فطرت په خبره، کتنه کې نیکولاسن ویلي، اروپايي ټولنه په پام کې لري چې د بدیل معشیت په برخه کې له افغان بزګرانو سره د ۴۵ میلیونو یورو مرسته وکړي.

فطرت زیاتوي:« ښاغلي نیکولاسن د افغانستان پرمختګونه وستایل، د امنیت ټینګښت، فساد ختمولو او د نشه يي توکو پر وړاندې یې د اسلامي امارت مبارزه او هڅې یې مهمې وبللې، نوموړي یادونه وکړه چې نړیوال بنسټونه باید د بدیل کښت او د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې خپله ونډه واخلي. د ښاغلي نیکولاسن په وینا، اروپايي ټولنه په پام کې لري چې د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت  او د بدل کښت په موخه تر ۴۵ میلیونه یورو پورې مرسته وکړي. دغه راز  ښاغلي نیکولاسن د افغانستان ټولو برخو ته د مرستندویه ټیمونو پر لاسرسي باندې هم ټینګار وکړ او له ګاونډیو هېوادونو یې هم وغوښتل چې د افغان کډوالو جبري اېستلو لړۍ ودروي.»

»

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې نشه يي توکي نه یوازې د افغانانو بلکې د ټول بشریت دوښمن دی او باید د مبارزې لپاره یې ګډ کار وشي.

دوی زیاتوي، نړیوال ټولنه مسوولیت لري چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغان لوري او بزګرانو سره د بدیل معشیت په برخه کې همکاري وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« د نړیوالې ټولنې مسوولیت دا دی چې له هغو بزګرانو سره چې  د دوی په ځمکو کې به دا کښت کېده، بدیل معیشت باید دوی ته ورکړل شي، ځکه د دوحې پر درېیمه ناسته کې هم دا موضوع په اجنډا کې وه، خو تر اوسه پورې داسې یوه ملموسه پایله نه ده ورکړې. هېله مو دا ده چې نړیوال په دې کې خپل مسوولیتونه ادا کړي، ترڅو بزګران د دغه بوټي کښت ته مخه نه کړي.» 

اسلامي امارت چارواکو بیا له وړاندې له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره عالي کمېسیون رامنځته کړی چې د امنیتي سکتور وزارتونه یې هم برخه دي.

د چارواکو په خبره، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د یاد کمېسیون کړنې او فعالیتونه اغیزمن تمام شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي:« د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب له افغانستان سره د اروپايي ټولنې له مرستو مننه وکړه او د بدیل کښت په برخه کې یې د اروپايي ټولنې وروسته اعلان شوې مرسته مهمه وبلله. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه چې اسلامي امارت له  نشه يي توکو سره د دوامداره او اغیزمنې مبارزې په موخه یې عالي کمېسیون جوړ کړی او تر دې مهاله یې فعالیتونه په ښه او موثره توګه پر مخ روان دي.»

د نشه يي توکو د تولید له پلوه په نړۍ کې افغانستان لومړی ځای درلود، خو واک ته د اسلامي امارت په رسیدو سره په افغانستان کې د نشه يي توکو پر تولید، قاچاق او پروسس بندیز لګېدلی او له تیرو نږدو درېیو کلونو راهیسې په افغانستان  کې نشه يي توکي صفر ته نږدې شوې دي.

شریک يې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist