Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: افغانان باید له تېرو تجربو زده کړه وکړي

خلیل الرحمن حقاني په یوې چاودنه کې شهید شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/12

کابل له مودې وروسته يو وار بیا د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۲۱ مه) د چاودنې شاهد و، خو دا ځل په کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په وزارت کې دننه د خپل دفتر تر مخې هدف ګرځول شوی.

مسوولین وايي، پر نوموړي د وزارت په انګړ کې هغه مهال چاودنه وشوه، چې د ماسپښين لمانځه د ادا کولو لپاره له دفتر انګړ ته وتلی و.

اسلامي امارت پر نوموړي شوی بريد د داعش کار بللی او ويلي يې دي، چې په دې ډول بريدونو سره ورته ډلې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« اسلامي امارت د حقاني صاحب مرحوم شهادت د اسلامي امارت، مجاهدینو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضایعه بولي، نوموړي ته فردوس جنت، کورنۍ دوستانو او متعلقینو ته د جمیل صبر او جزیل اجر دعا کوي، خو متأسفانه نن د هغو خوارجو لخوا په شهادت ورسید چې ځانونه مسلمان بولي او سوا له ځان نور مسلمانان تکفیروي، بلکې داسې بزدلانه عمل د اسلام او دین د دوښمنانو مخ توروي او د هغوی د شومو ارادو څرګندونه کوي.»

د حقاني شهادت په کور دننه او بهر له ځانه سره غبرګونونه لري.

 د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خلیل الرحمن حقاني شوی برید په کلکو ټکو غندلی او د نوموړي له کورنۍ سره يې خواخوږي شریکه کړې.

هغه زیاته کړې:« په ډېرې خواشینۍ مې خبر ترلاسه کړ، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت په انګړ کې د یوې چاودنې له امله د دغه وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني او زموږ یو شمېر نور هېوادوال شهیدان شوې. خلیل الرحمن حقاني د افغانستان د یوې درندې جهادي کورنۍ غړی و، چې د پخواني شوروی اتحاد د یرغل خلاف جهاد کې یې مهم نقش درلود.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار هم د خلیل الرحمن حقاني پر ترور خواشیني ښودلې او دا یې تروریستي برید بللی.

هغه زیاته کړې:«  موږ د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني پر مړینه او نن په کابل کې د افغانستان د کډوالو چارو په وزارت کې د یوه تروریستي برید په پایله کې د ځاني زیانونو له امله خواشیني یوو. موږ د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوو. پاکستان په ښکاره ډول ترهګري په هر ډول او ښکاره ډول غندي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست خلیل الرحمن حقاني د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

داعش ډلې ته منسوب “اعماق” اژانس راپور ورکړی چې دغه برید کې یې له سرپرست وزیر سربېره د هغه همکاران هم پر نښه کړي دي.

۵۸ کلن خلیل الرحمن حقاني د پخواني جهادي قوماندان جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزارت سرپرست  خلیفه سراج الدین حقاني تره وو.

خلیل الرحمان حقاني په ۱۹۶۶ کال د پکتیا په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې زږېدلی و او واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره سم ‌لاسي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist