Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: تېرو لسو میاشتو کې له ۱۵ میلیونو زیاتو افغانانو سره بشري مرستې شوې

اوچا: تېرو لسو میاشتو کې له ۱۵ میلیونو زیاتو افغانانو سره بشري مرستې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/11

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) له لوري په خپور شوې راپور کې ویل شوي چې د روان  ۲۰۲۴ زېږدیز کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې په افغانستان کې ۱۵.۳ ميليونه وګړو ته بشري مرستې رسول شوې دي.

دغه راز راپور کې ویل شوې چې  ۱۷.۳ ميليونه افغانانو ته يې د مرستو رسولو لپاره له نړۍ څخه د ۳.۰۶ میليارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې وه؛ خو له غوښتل شویو پيسو يې يوازې ۹۵۸.۵ ميليونه ډالره ترلاسه کړي.

راپور کې وړاندې راغلي، په افغانستان کې لاهم د بېوزلۍ کچه لوړه ده او د مرستو دوام لپاره لا ډېرو پیسو ته اړتیا ده.

د راپور یوه برخه: « په داسې حال کې چې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو موږ د خپلو همکارانو په مرسته د پلان شویو ۱۷.۳ میلیونو کسانو له جملې، شاوخوا ۱۵.۳ میلیونو کسانو سره بشري مرستې کړې. له دې سربېره، موږ له ۲.۸ میلیونو کسانو سره په درېیو بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « که څه هم نړیوالو مرستو په مختلفو وختو او مختلفو برخو کې د افغانستان له اقتصاد سره مرسته کړې او د افغانستان مالي نظام یې له رکود ژغورلی، خو دغه مرستې په یوازې ځان بسنه نه کوي. اړتیا ده چې د دغو مرستو ترڅنګ په نورو سکټورونو کې هم پانګونه وشي، که دا د صنعت سکټور دی، که د کانونو برخه ده، که د کرنې او خدماتو سکټورونه دي یا هم نورې برخې.»

خو ځینې نور بیا نيوکه کوي چې په افغانستان کې د نړیوالو له لوري مرستې ځکه اقتصادي وضعیت نه شي ښه کولی چې ډېره برخه يې د ملګرو ملتونو په شمول د انجيوګانو پرعادي لګښتونو مصرف کیږي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « دغو سازمانونو خپل باور له لاسه ورکړی؛ ځکه اوس ټولو ته معلومه شوې چې د دې مرستو زیاته برخه یانې له ۶۰ تر ۸۰ سلنو برخه یې د دوی په شخصي مسایلو لګول کېږي. مثلا ً د امنیت برخه، د هغوی معاشونو او ټرانسپورټ په برخه کې مصرفېږي. پاتې برخه چې خلکو ته وېشل کېږي، د خلکو بنسټیز مشکل نه شي حل کولی.»

بله خوا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین صدراعظم عثماني د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره په کتنه کې د يادې ټولنې له لوري د تمویلېدونکو موسسو له خوا د ځینو پروژو پر تطبیق نیوکه کړې او ویلي یې دي، د افغانانو لپاره ځانګړې شوې پیسې باید په شفاف ډول ولګول شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وايي: « په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني د اروپايي اتحادیې له لوري تمویل شویو موسسو له خوا د ځینو پروژو پر تطبیق نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه پيسې چې د افغانستان خلکو لپاره ځانګړې کېږي، باید په شفافه بڼه ولګول شي؛ ترڅو خلکو او بزګرانو ته ګټه ورسوي.»

له دې سربېره، د نړیوالو مرستندویه ادارو (ډبلیواېف پي)، (یو اېن اېچ سي آر)، (ډبلیو اېچ او)، (یونیسف)، (اوچا) او یو شمېر نورو ادارو د مرستو په بهیر د شنونکو نیوکې دا دي چې په شفاف ډول تر اړمنو کسانو نه رسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist