Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یو.اېن.اېچ.سي.ار: افغانستان کې د ښځو حقونه نقض شوي

یو.اېن.اېچ.سي.ار: افغانستان کې د ښځو حقونه نقض شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/10

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) په یوه تازه راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي.

په دغه راپور کې ادعا شوې چې سرپرست حکومت په وروستیو کلونو کې د یو لړ قوانینو په تطبیق سره ښځې په اداري او لوړو زده کړو کې له کار کولو منع کړې دي.

راپور کې وړاندې ویل شوي چې په افغانستان کې څه باندې ۲۱ میلیونه ښځې د بشري حقونو له پراخې سرغړونې سره مخامخ دي.

د راپور یوه برخه: « د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې په دغه هېواد کې ۲۱.۴ میلیونه ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو بشري حقونو بې برخې دي. په دغو حقونو کې له سیاسي او ټولنیز ګډون سربېره، د زده کړو او کار حقوقونه هم شامل دي.»

که څه هم اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د بشري حقونو  او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو نقض په تړاو هر ډول ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، د اسلام له احکامو سره سم د دغو ټولو حقونو برابرولو ته ژمن دی.

د سیاسي چارو کارپوهان د ښځو او نجونو لپاره د کار او زده کړې زمینه برابرول د دوی اساسي حقوق ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: « اسلامي امارت ته په کار ده چې د ښځو لپاره له شرعي اصولو سره سم د کار او زده کړو زمینه برابره کړي؛ ترڅو د بهرنیانو له خوا د انتقاد ګوته ورته ونه نیول شي. که داسې نه شي، اسلامي امارت به تل د ملګرو ملتونو د مختلفو بنسټونو له شدیدو نیوکو سره مخ وي. دا مهال د افغانستان ښځې واقعا ً له اندېښنو او فشار سره مخ دي او دغه راز د ښځو او خلکو د اندېښنو رفع کول، د اسلامي امارت له مسوولیتونو دي.»

ځینې نور  بیا ورته راپورونه او خپاره شوي ارقام د بدلون وړ ګڼي او زیاتوي، د ډېری نړیوالو بنسټونو د راپورونو شمېرې ثابتې نه وي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالصادق حمیدزوی وايي: « دا خلک د افغانستان د خلکو او ښځو غمخوار نه دي او نه ورته مهم دي. زه وایم ۱.۴ میلیونه د ملګرو ملتونو لپاره ډېره لویه شمېره نه ده. که دا بېکاره شوي وي، نو دوی کولی شي لاس په کار او داسې کارونه شته دي چې دا خلک پرې مصروف کړي، یا نغدي مرستې ورکړي ترڅو هغوی په کور د ننه کار وکړي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ  داسې مهال په افغانستان کې د ښځو حقونه نقض شوي بللي چې همدا تېره اوونۍ د عامې روغتیا وزارت په طبي انسټېټېوټونو کې د نجونو پر زده کړو تر نامعلومې نېټې بندیز ولګاوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist