Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بهرنیو چارو وزارت د ناروې وروستۍ پرېکړې په اړه خواشیني ښودلې

د بهرنیو چارو وزارت د ناروې وروستۍ پرېکړې په اړه خواشیني ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/08

د ناروې دولت په تازه اقدام کې پرېکړه کړې چې د افغانستان له سرپرست حکومت له سره به خپل مناسبات وروستي حد ته راټيټوي.

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په طبي انسټېټېوټونو کې د نجونو پر زده کړو د محدوديت پر وړاندې کورني او نړيوال غبرګونونه دوام لري.

د ناروې بهرنيو چارو وزارت که څه هم دې محدوديت ته ښکاره اشاره نه ده کړې، خو وايي سرپرست حکومت د نړيوالو په وړاندې خپل مکلفيت نه دی ترسره کړی.

په دې اړه خپره شوې اعلاميه کې د ناروې بهرنيو چارو وزير ایسپن بارت ایډه له قوله ويل شوي، سرپرست حکومت دې د خپل نړيوال مکلفيت ترڅنګ بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

هغه زیاته کړې: « ناروې واضح کړې چې موږ به له افغانستان سره تر هغې اړیکې عادي نه کړو، ترڅو دوی نړیوال مکلفیتونه نه وي مراعت کړي او د ښځو او نجونو په ګډون یې د بشري حقونو وضعیت نه وي ښه کړي.»

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي، که د اړيکو په محدود حالت کې سرپرست حکومت د خپل سفير د منلو غوښتنه وکړي، نو ناروې به ورسره هېڅ راز موافقه ونه کړي.

د ناروې بهرنیو چارو وزیر په دې اړه ویلي: « موږ طالبانو ته واضح کړې ده چې په اوسلو کې د افغانستان نوي سفیر د منلو پوښتنه هم نه پیدا کېږي.»

په لوېديځو هېوادونو کې ناروې يوازینی هېواد بلل کېده چې له سرپرست حکومت سره يې اړيکې نسبتا ښې وې.

 د دې هېواد بهرنيو چارو وزير ډاډ ورکړی، هڅه کوي چې د يوې معقولې حل‌لارې پر بنسټ له دې پرېکړې سره سره په ناروې، ډنمارک او آيسلنډ کې د افغانستان سفارتونو له لارې کونسلي خدمتونه فعال وساتل شي.

خو سرپرست حکومت د ناروې د دې پرېکړې له امله خواشيني ښودلې او ټينګار کوي چې دا ډول پرېکړې باید د هېوادونو په کورنيو مسايلو پورې ونه تړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ناروې شاهي دولت دغې پرېکړې له امله نا خوښي څرګندوي چې له مخې یې د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه راټیټه کړې. موږ هیله لرو دا ډول پرېکړې باید د هېوادونو په داخلي چارو پورې ونه تړل شي. کونسلي خدمتونو ته لاسرسی د هر وګړي بنسټیز حق دی او موږ ټول لوري جدي هڅې کوو چې دغه اصل ته د نړیوالو همکاریو په روحیه لومړیتوب ورکړو.»

د سیاسي چارو کارپوهان د ناروې پرېکړې ته په کتو له سرپرست حکومت غواړي چې د تعامل او رسميت ترلاسه کولو لپاره دې د نجونو پر زده کړو د محدودیت لرې کولو ترڅنګ په يو شمېر کورنيو پالیسيو له سره غور وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې لکه څرنګه چې اکثریت علمای کرام وايي چې په شریعت کې تعلیم په نر او ښځه باندې فرض دی او تاسو چې اکثریت هېوادونه ګورئ، د تعلیم له امله په خپلو پښو ولاړ دي. زه امید کوم چې د افغانستان ملي ګټو ته په کتو سره باید چې څومره ژر کېدای شي، له شریعت سره سم نر او ښځو ته د تعلیم دروازې خلاصې شي او نړۍ ته دا بهانې ورنه کړو چې په یوه او بله پلمه پر موږ بندیزونه لګوي. زه فکر کوم دا زموږو خپله کورنۍ مساله ده او اړتیا نه شته چې نړۍ په کې مداخله وکړي. موږ باید د دې لپاره همه جانبه، قوي او ملي تصمیم ونیول شي.» 

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال سپټمبر په ۱۲مه په اوسلو کې د افغانستان سفارت وتړل شو خو د بیا فعالولو په اړه يې تر اوسه د سرپرست حکومت او کوربه هېواد ترمنځ تفاهم نه دی شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist