Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان له ترکمنستان سره د ۲۰۲۵کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون نوی کړ

افغانستان له ترکمنستان سره د ۲۰۲۵کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون نوی کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/08

ایران، تاجیکستان، ازبېکستان او ترکمنستان هغه هېوادونه دي چې افغانستان د خپلې اړتيا وړ۸۰ سلنه برېښنا ترې پېري او په بدل کې یې هر کال دغو هېوادونو ته څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره ورکوي.

د همدې اړتيا له مخې، د افغانستان برېښنا شرکت رییس ترکمنستان ته تللی ترڅو د ۲۰۲۵ کال لپاره له دې هېواده د انرژۍ پېرلو تړون نوی او د یوه بل کال لپاره وغځوي.

د برېښنا شرکت ویاند وایي، عبدالباري عمر په ترکمنستان کې د ټاپ پروژې له مسوولینو سره هم لیدلي او دغه راز يې د دې هېواد پانګوال په افغانستان کې د برېښنا توليد پانګونې ته رابللي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت ‌الله میوندي وايي: « د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس له ترکمنستان څخه د ۲۰۲۵ کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک کړ. موږ له ترکمنستان په څلورو مسیرونو کې برېښنا اخلو. همدارنګه د برېښنا شرکت رییس هغه امکانات، فرصتونه او ظرفیتونه چې په افغانستان کې وجود لري، هغه یې د ترکمنستان هېواد د انرژۍ له مسوولینو سره شریک کړل او هغوی ته یې بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.»

د برېښنا شرکت ویاند زیاتوي، له ترکمنستان سره د نوي کړای شوي تړون پر بنسټ به له څلورو مسیرونو (اندخوی، اقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات ) برېښنا اخیستل کېږي.

هم مهاله یو شمېر هېوادوال له ترکمنستان سره د برېښنا تړون له نوي کېدو خوښ دي او په خبره یې، د برېښنا شرکت مکلف دی چې د برېښنا په برخه کې د خلکو اړتیا پوره کولو لپاره له هرې ممکنه لارې ګټه واخلي.

د راشد په نوم د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « دا د ټولو لپاره ښه خبره ده، د خلکو ستونزې ورسره رفع کېږي. ترکمنستان ته هم ښه ده، پیسې اخلي او افغانستان ته هم ښه ده، کارونه ورسره ښه کېږي، هم په کور، هم په بازار او هم کارخونو کې. د برېښنا له امله ډېر په تکلیف یو، ټوله ورځ مو دوکانونه تړلي وي. که څه هم جنراتور چالانوو خو لګښت یې نه شو پوره کولی.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عتیق الله وايي: « دا ډېر ښه کار شوی، د برېښنا له امله د خلکو کارونه خراب دي. له دې سره به د برېښنا بې نظمي کمه شي.»

د مالوماتو له مخې، افغانستان د خپلې اړتیا وړ څه باندې ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا له ترکمنستان، شاوخوا۴۴۰ مېګاواټه له تاجیکستان، ۴۵۰مېګاواټه له ازبېکستان او ۱۰۲ مېګاواټه له ایرانه واردوي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو باور دا دی چې د برېښنا په واردېدو تکیه د برېښنا داخلي تولید د تقویت مخنیوی کوي او په خبره یې په هېواد کې د برېښنا په تولیدي منابعو پانګونه په ټولو برخو کې پرمختګ ته لاره هوارولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په وارداتو باندې اتکا ځان بساینې ته د نه رسېدو مانا لري. په هره اندازه چې دغه اتکا درنه او زیاته وي، په هماغه اندازه د صادراتو کچه او د داخلي تولیداتو د تقویت اندازه کمېږي. لازمه ده په دې برخه ډېر فکر وشي چې څنګه کولی شو بدیل تولیدات او خدمات وړاندې کړو.»

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « د نورو وختونو په پرتله اوس اړتیا ډېره ده او افغانستان باید ډېره برېښنا ولري ترڅو خلک ترې ګټه واخلي.»

له ترکمنستان سره د راتلونکي کال لپاره د برېښنا تړون نوي کول په داسې حال کې دي چې د ژمي په را رسېدو سره له کابل سربېره ټولو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ  د  زیاتېدو له امله د خلکو شکایتونه هم زیات شوي او غوښتنه کوي چې د برېښنا د بې ‌نظمۍ پر مخنیوي سربېره دې د پرچاوۍ ستونزه حل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist