Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلینکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د استازو جرګې ته مالومات ورکوي

بلینکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د استازو جرګې ته مالومات ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/28

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس وايي، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یې اړ کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالي په اړه دغې جرګې ته حاضر شي او شاهدي ورکړي.

دغې کمېټې د نومبر پر ۲۶ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، بلېنکن څو وارې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د کمېټې غوښتنې بابېزه ګڼلې دي.

په اعلامیه کې د یادې کمېټې د رییس مایکل مک‌کال له قوله ويل شوي، بلینکن له هغې وروسته تیاری وښود چې نوموړی یې کانګرېس ته د «سپکاوي په تور» ګواښلی و.

د مک‌کال په خبره، بلینکن به د را روانې ډسمبر میاشتې پر ۱۱مه نېټه کانګرېس ته د شاهدۍ لپاره حاضر شي.

هغه په دې اړه ویلي: « له څو میاشتو هڅو سره چې د ښه نیت له مخې مې ترسره کړې او د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د مخنیوي لپاره هڅې وشوې، ویاړم چې دې کمېټې ته د بلېنکن راتلل یقیني کړم. زه باوري یم چې د نوموړي شاهدي به د امریکا خلکو، زموږ متحدو افغانانو او زموږ د طلايي ستورو کورنیو ته د اوږد مهال لپاره د شفافیت او حساب ورکولو وضاحت رامنځته کړي.» 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مسوولینو په منځني ختیځ او په ځانګړي ډول غزه کې د اوربند هوکړې لپاره له ښکېلو او منځګړیو هېوادونو سره د بلینکن د مذاکراتو د دوام پر مهال ویلي و چې نوموړی د بهرنیو فعالیتونو له امله نه شي کولی د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د شاهدۍ لپاره حاضر شي.  

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متيو مېلر په دې اړه وايي: « موږ هغوی ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر به امریکا کې نه وي او هغه له هېواد بهر سفر لري، ترڅو وکولی شي په غزې کې اوربند رامنځته کړي. خو هغوی له ټاکل شوي تاریخ په شا نه شول او د استجوابیه ناستې لپاره یې هماغه مشخص شوې نېټه باندې ټينګار درلود.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په امریکا کې د سیاسي مخالفتونو لپاره پر یو بل نیوکې او استماعیه غوښتنې یو اصل دی چې پر حکومت د سیاسي ګوندونو له لوري رامنځته کېږي.

د دوی په خبره، د بایډن اداره چې په حکومت کې يې د پاتې کېدو وروستۍ  ورځې دي، کانګرېس ته د استجوابیه ناستو اغېزې پر خپلې ادارې بې اغېزې ګڼي. 

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا د دوی خپلمنځي مخالفتونه دي چې پر یوبل باندې یې تحمیلوي ترڅو وکولی شي په خپل منځو کې مخالف لوري ته ماتې ورکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري وايي: « د دې کار موخه دا ده چې اوس د بایډن اداره ختمه شوې او اوس که په کانګرېس کې هره پرېکړه هم وشي، حکومت ته زیان نه رسېږي؛ ځکه چې دا حکومت هسې هم تلونکی دی او یوازې یوه میاشت یې پاتې ده. خو پخوا دا وېره وه چې که ځینې پوښتنې وشي ښايي د بایډن اداره په کې پړه وګڼل شي او منفي اغېز وکړي، خو اوس دا مساله رفع شوه.»

د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې په کراتو د جوبایډن ادارې له خوا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل شرمناکه پرېکړه بللې او ویلي یې دي چې انټوني بلینکن هم په دې بهیر کې ښکېل و.

د مایکل مککال پر مشرۍ د دې کمېټې غړیو تور پورې کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وروستۍ ورځ د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د داعش د برید له امله د ۱۳ امریکايي سرتېرو په وژلو کې د جوبایډن ادارې چارواکي پړه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist