Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: افغانان باید له تېرو تجربو زده کړه وکړي

حقاني: ایران دې د افغان کډوالو له ځورولو او شتمنیو له ضبطولو لاس واخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/26

له ایران او پاکستان راستانه شوي افغان کډوال شکایت کوي چې د ژوند له سختو ورځو سره مخ دي او له يادو هېوادونو د راستنېدو پر مهال ورسره د امنيتي ځواکونو له لوري ناسم چلن شوی.

د دوی له ډلې يو شمېر ادعا کوي چې له ایران د راستنېدو پرمهال ترې شتمنۍ ضبط شوې او د افغانستان له سرپرست حکومت غواړي چې له ايران سره يې دا ستونزه حل کړي.

له ایرانه راستون شوی کډوال محمد علي وايي: « د افغانستان له چارواکو غوښتنه کوم چې په افغانستان کې خلکو ته کار پيدا کړي ترڅو زموږ ځوانان نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران ته لاړ نه شي، له دې اسلامي هېواد کفري هېوادونه هم ښه دي.»

له ایرانه یو بل راستون شوی کډوال علي رضا هم ورته شکایت لري او وايي: « د لارې په اوږدو کې ناوړه چلنداو ښکنځل کوي او هېڅ ډول ارزښت نه ورکوي. موږ اوس افغانستان ته راغلي یو خو دلته هم ځوانانو ته د کار زمینه نه ده  برابره او اړ دي چې بیا هم په قاچاقي او قانوني لارو مهاجرت وکړي.»

د کډوالو د حقونو مدافعان وايي، د کډوالو سپکاوی او د هغوی د مالونو او شتمنیو ضبطول غیرعادلانه کړنه ده او زیاتوي چې کډوال باید له خپلو حقونو محروم نه شي.

د کډوالو د حقونو مدافع ابولحسن صالحي وايي:« کوم هېوادونه چې کډوال په اجباري توګه شړي، نه باید د هغوی شتمنۍ ترې ضبط کړي او کډوالو ته اجازه ورکړي چې خپل توکي له ځان سره ولېږدوي یا هم فرصت ورکړل شي چې خپلې شتمنۍ وپلوري. دا چې له یوې خوا شړل کېږي او له بلې خوا یې شتمنۍ ترې ګرځول کېږي، دا کار عادلانه نه دی.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند په ایران کې د افغانستان سفیر سره د لیدنې خبر ورکوي او وایي، د سرپرست خلیل الرحمان حقاني او سفیر ترمنځ په دې لیدنه کې د انساني قاچاق، له ایران راستنو شویو او هلته میشتو افغان کډوالو د هویت پېژندلو په اړه خبرې شوې دي.

سرپرست وزیر له ایران غوښتي چې د افغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي او د هغوی مالونه او شتمنۍ ضبط نه کړي.

د کډوالو او او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « تېره ورځ په ایران کې د افغانستان د لوی سفارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر سره ناسته لرله. په دې ناسته کې په ایران هېواد کې د افغان مهاجرینو په ستونزو، د انساني قاچاق په مخنیوي، په ایران هېواد کې د مېشتو مهاجرینو د هویت او تثبیت په اړه او دغه راز هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د راستنېدو پرمهال د اسانتیاوو برابرولو په تړاو پر ګډو همکاریو خبرې وشوې.»

په دې وروستو کې پر ګاونډویو هېوادونو سربېره له یو شمېر اروپایي هېوادونو هم د افغان کډوالو ایستولو بهیر په چټکۍ روان دی او دغې چارې په بهر کې مېشت افغانان له ستونزو سره مخ کړي.

راستانه شوي افغانان شکایت کوي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره یې ژوند له ګواښونو سره مخ دی او ان د ژوند له لومړنیو امکاناتو هم بې برخې دي.

کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان بې روزګاري او د خلکو اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې لا هم ځینې ځوانان له هېواده د وتلو فکر کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist