Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت د درملو پر وړاندې د میکروب مقاومت کچې راټیټیدو لپاره هڅې پيل کړې

عامې روغتیا وزارت د درملو پر وړاندې د میکروب مقاومت کچې راټیټیدو لپاره هڅې پيل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/25

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د تشخصیه وسایلو کمښت، د پوهاوي کچې ټیټوالی او ځینې نورې ستونزې لامل شوې چې په هېواد کې د میکروب مقاومت زیات او له امله يې د مړینو کچه لوړه شي.

د  دغه وزارت معالجوي طب مشر وحدت الکوزي د درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت اوونۍ نمانځنې په پروګرام کې د وینا پر مهال وویل، د درملنې لپاره په روغتیايي مرکزونو کې د انټي بیوټیک زیاتې کارونې پر څارلو او په دې برخه کې د عامه پوهاوي پرګرامونو پر پلي کولو کار روان دی، ترڅو له مخې یې د درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت کچه را ټیټه شي.

الکوزی په دې اړه وايي: « زموږ په هېواد کې یوه بله لویه بدبختي، د تشخیصیه وسایلو کموالی دی. کله چې تشخیصیه وسایل کم وي، ښکاره خبره ده چې د ناروغیو سم تشخیص نه کېږي او په دې سره د ډاکټر ډېر فشار پر انټي بیوټیکو وي؛ انټي بیوټیک بیا د دې سبب کېږي میکروبونه د هغه په مقابل کې مقاومت پيدا کړي او کله چې دویم یا درېیم ځل کارول کېږي، له بده مرغه درمل نتیجه نه ورکوي او له امله یې د مړینو سلنه زیاتېږي.»

 د مرکزي لابراتوارونو سرپرست  احمد مسعود دلسوز وايي، که د میکروب ضد مقاومت (اې اېم آر) پر وړاندې جدي ګامونه پورته نه شي، خلک به له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ شي.

د دلسوز په خبره، عامې روغتيا وزارت باید په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهای ورکړي او په مسوولانه ډول د درملو کارولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

هغه زیاته کړه: « د نړیوالو راپورونو له مخې، که د آې.اېم.آر پر وړاندې جدي اقدام ونه شي، تر ۲۰۵۰ کاله به د نړۍ اقتصاد د هغه کنټرول لپاره میلیاردونو ډالره زیانمن شي. د انټي میکروبي درملو د اغېز کمېدو له امله به میلیونونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړي. څرنګه چې تاسو پوهېږئ د آی.اېم.آر د زیاتېدو علتونه ډېر واضېح دي. بې کیفیته  او خودسرانه درمل کارول، د درملو پر کیفیت او کارولو د نظارت کموالی، د ډاکټر له نسخې او مشورې پرته له درملتونونو د درملو اخیستل او د نرسانو یا پارمسېسټانو له خوا د درملو تجویز یې لوی لاملونه ګڼلی شو.»

بله خوا، ډاکټران هم د ویروسي ناروغیو لپاره د درملو کارولو په موخه خلکو ته د عامه پوهاوي پر ورکړې ټينګار کوي او وايي، پر ویروسي نارغیو اخته کسان دې انټي بیوټیک نه کاروي.

ډاکټره کریمه مایار وايي: « هغه ناروغۍ چې په مقابل کې یې انټي بیوټیک کار نه کوي او ویروسي ناروغۍ دي، لکه زکام او رېزش؛ باید په دې اړه د خلکو پوهاوی ډېر شي، ترڅو لپاره یې انټي بیوټیک ونه کاروي؛ ځکه چې ویروس هېڅ ډول درملو ته اړتیا نه لري او انټي بیوټیک پرې اغېز نه کوي. نو که چېرته بل ځل په بکټریايي میکروب اخته کېږي، درمل پرې تأثیر نه کوي.»

په درملتونونو کې له نسخې پرته د درملو پلورل او ځینو شرکتونو له لورې د بې کیفیته درملو واردېدل هغه عوامل دي چې ډېری خلک یې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist