Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوشیاویونګ د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو ټينګار کړی

یوشیاویونګ د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو ټينګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/25

پاکستان او ترکمنستان ته له سفرونو وروسته، د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیاو یونګ کابل ته راغلی او د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو او په ځانګړې توګه د ریاست ‌الوزرا له سياسي مرستيال او د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره یې لیدلي دي.

په دې ليدنو کې د کابل او بېجينګ ترمنځ پر اقتصادي همکاريو، پانګونې او د دوه اړخيزه اړيکو پر پراختيا خبرې شوې.

د چين ځانګړي استازي د ليدنو پرمهال د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ د اړيکو لا غوړېدو او د مسايلو حل لپاره د خپلمنځي تفاهم رامنځته کېدو وړانديز کړی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د چین ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه مالومات ورکړل او وویل، چین د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا او اړیکو پراختیا ته لېواله دی او تل په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د دریځ ملاتړ کوي. نوموړي د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د تفاهم او اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته یې د احترام ژمنه وکړه.»

بله خوا، د ریاست ‌الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر له چین سره اقتصادي همکاري د پرمختګ په حال کې بللې او يو وار بيا یې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی.

حمدالله فطرت په دې اړه وايي: « محترم مولوي صاحب یادونه وکړه چې اسلامي امارت نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې له افغانستانه به هېڅ ګواښ نه پېښيږي او په تېرو درېیو کالو کې یې خپلې ژمنې عملي کړې هم دي.»

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحدونو او پانګونې خبرې کړې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد چین د افغانستان د خلکو لپاره یو مهم همکار بللی او ورسره يې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

اوس پوښتنه دا ده چې دا ډول لیدنې د افغانستان پر روان وضعیت څه اغېز لري؟

کارپوهان وايي، چین د افغانستان او سیمې په ثبات کې ستر رول لوبولی شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « چین په سیمه او نړۍ کې د یوه اقتدار لرونکي او لوی هېواد په توګه کولی شي د افغانستان په ثبات او تلپاتې سوله کې ستر او بنسټیز رول ولوبوي.» 

که څه هم د ملي دفاع وزارت سرپرست او چين د ځانګړي استازي ترمنځ د بحث محور اقتصادي همکاري ياده شوې، خو د ډيپلوماټيکو اصولو په پام کې نيولو سره کارپوهان دې کتنې ته له متفاوتې زاويې ګوري.

دوی وايي، یوشیاویونګ کابل ته له سفر وړاندې اسلام ‌آباد ته تللی او باور دا دی چې ښايي نوموړي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلام آباد پيغام د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره شريک کړی وي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « دا چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان په داخل یا هم د افغانستان پولې ته نږدې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو د تحرکاتو په اړه یو شمېر اسناد د چین په واک کې ورکړي، شاید په همدې دلیل د چین هېواد استازي د ملي دفاع وزارت د سرپرست ملا یعقوب مجاهد په ګډون د افغانستان د سرپرست حکومت له جګ پوړو چارواکو سره لیدنې کړې، ترڅو وکولی شي ځینې هغه مالومات تر لاسه کړي چې ښايي ضد او نقیض وي او دغه راز د چین حکومت وکولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منازعې د حل لپاره د منځګړي په توګه رول ولوبوي.»

له دې وړاندې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي و چې یوشیاویونګ له ترکمنستاني چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د نوبتې غونډې جوړېدو په تړاو خبرې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist