د افغانستان سوداګرو په سوداګریزو توکو بار ۵۵ کانټینره جوپه له قزاقستان او ازبېکستان هېوادونو څخه تر تېرېدو وروسته د شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۳ مه) د بلخ ولایت حیرتان سوداگریز بندر ته را ورسېده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي په حیرتان بندر کې د چین او افغانستان ترمنځ د ځمکني دهلېز له لارې په سوداګریزه راکړه ورکړه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، له چین سره به اړیکې لا پراخې شي.
عزیزي په دې اړه وویل: « موږ غواړو له چین د وارداتي توکو د راټولولو لپاره په زونونو کې مرکزونه جوړ کړو. د دغو مرکزونو له جوړېدو او د سالنګ لویې له لارې له بېرته خلاصېدو وروسته به زموږ صادرات ډېر اغېزناک شي.»
په همدې حال کې، دغه اقدام د خصوصي سکټور له هرکلي سره مخ شوی او وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزې راکړه ورکړې له زیاتوالي سره، د توکو لېږد رالېږد لګښتونه هم کم شي .
د بلخ صنایعو او کانونو رییس امامالدین سنایي زاده وايي: « دغه توکي چې نن له چین د ازبېکستان له لارې افغانستان ته راغلي، په نېک پال نیسو. له بهرنیو هېوادونو سره ځمکني دهلېزونه زموږ د صنعت د پرمختګ لپاره زمینه چمتو کوي.»
د بلخ د سوداګرۍ خونې رئیس اسدالله اسدي له چین سره د سوداګریزې راکړه ورکړې اهمیت دا ډول بیانوي: « له چین سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ ډېرول، د حمل او نقل د لګښتونو کمېدل، نویو توکو ته لاسرسی، په پخوانیو بندرونو د اتکا کمېدل، د دغې لارې سترې لاسته راوړنې دي.»
بلخ کې د ازبېکستان سرکونسل جعفر فتایوف وايي: « موږ دواړه نېک ګاونډیان یو، یو ګاونډی پر بل حق لري. موږ تل ستاسو ترڅنګ ولاړ او خدمت کې یو. انشا الله د ښه ګاونډیتوب اصول به رعایت کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې تېرو کالونو کې له افغانستان نورو هېوادونو ته په کلني ډول د صادراتو کچه ۸۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېده خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تازه څرګندونو کې دغه ارقام سږکال شاوخوا ۲ میلیارده ډالره ښودل شوي دي.