Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بغلان کې پر ذکر کوونکو برید په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي

بغلان کې پر ذکر کوونکو برید په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/24

د بغلان ولایت نهرين ولسوالۍ په یوه جومات کې پراهل تصوف وسله ‌وال بريد له توندو کورنيو او نړيوالو غبرګونونو سره مخ شوی.

د نا پېژانده وسله والو له خوا دغه برید داسې مهال شوی چې وژل شوي کسان پر ذکر بوخت وو. د رسمي شمېرو له مخې، په دې بريد کې ۱۰ تنه وژل شوي.

په کابل کې د د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (یوناما) دغه بريد جنايت بللی او له سرپرست حکومت يې غوښتي چې پر ملکي وګړو د ورته بريدونو مخنيوی وکړي.

یوناما زیاته کړې:« د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د صوفيانو پر عبادت ځای د وړمې ورځې هغه وسله ‌وال برید غندنه کوو چې په کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول. له سرپرست حکومت د دې پېښې د جدي څېړنې ترڅنګ په راتلونکي کې د ورته بریدونو د مخنیوي او په ټولنه کې د شته کسانو د امنیت خوندیتوب غوښتنه کوو.»

د افغانستان بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ هم په بريد کې د وژل شویو کسانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې او بريد ته په اشارې يې زياته کړې، په افغانستان کې مذهبي لږکۍ لاهم له جدي ګواښ سره مخ دي.

بېنېټ زیاته کړې:« د بغلان په نهرين کې وړمه ورځ د ۱۰ کسانو وژل د افسوس وړ خبره ده. زه د قربانيانو کورنيو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. مذهبي لږکۍ لاهم تر سخت ګواښ لاندې دي. ټول افغانان په امن فضا کې د عبادت کولو حق لري. ډېر خونديتوب، مخنيوي او عدالت ته اړتيا ده.»

له بلې خوا، بغلان کې دغې مرګونې پېښې ته په کور دننه هم غبرګونونه ښودل شوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د برید غندنې ترڅنګ، دا یو ترهګريز او د بشر ضد عمل ياد کړی.

د پخواني ولسمشر پر اېکس پاڼه لیکل شوي: « پخوانی ولسمشر د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو برید په کلکه غندي او دا یو تروریستي عمل او د بشریت ضد جنایت ګڼي. د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي. شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.»

د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر عبادت کوونکو دغه وسله ‌وال برید داسې مهال ترسره شوی چې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې په دایکنډي کې له ل۱۰ زیات ملکي وګړي هم د ورته برید پرمهال ووژل شول او مسووليت يې داعش ډلې ومانه.

د سیاسي چارو کارپوهان د ورته بریدونو تر شا د بهرنیو استخبارتي کړیو لاس بولي او وایي، یادې کړۍ هڅه کوي په افغانستان کې مذهبي اختلافات رامنځته او خپلو سیاسي موخو ته ورسېږي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « د دې قضیې تر شا پردي هېوادونه ولاړ دي، نو دا د افغانستان د خلکو دنده ده چې د دا ډول ګروپونو، افراد او اشخاصو فرېب ونه خوري او د افغانستان پر ملي یوالي باور ولري.»

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « اسلامي امارت باید د دې لپاره په ټولو ولایتونو کې خپلې کشفي ادارې فعالې کړي، سیارې، پیاده او موټر لرونکې ګزمې وګوماري ترڅو د دغو ناوړه بشري ضد جنایتونو مخه ونیول شي.»

په ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې قربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکوي چې د ياد وسله ‌وال بريد عاملان به نیول کېږي او قانوني چلن به ورسره کېږي.

 مجاهد څرګنده کړې:« د افغانستان اسلامي امارت د خلکو ساتنې لپاره ټول امکانات په کار اچوي. دغه پېښه په داسې یوه ساحه کې شوې چې هلته مخکېني امنیتي تدابیر نه وو او دا یوه لرې پرته سیمه ده. همدارنګه د اسلامي امارت ځواکونه هم په جریان کې نه وو اچول شوي چې هلته دا ډول یو مجلس جوړېږي. په هر حال، له دې وروسته به دغو برخو ته پاملرنه ډېره وي او د دغې پېښې عامل او کومو کسانو چې دا جنایت ترسره کړی، حتمن به نیول کېږي او د خپلو شومو اعمالو په سزا به رسېږي.»

د نهرین له برید وړاندې، د ۱۴۰۱ لمریز کال د ثور په میاشت کې د کابل ښار د شپږمې ناحیې پر یوه خانقاه شوي برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

همداراز، د همدې کال په جوزا کې د کندوز ولایت امام‌ صاحب ولسوالۍ په یوه خانقاه کې بمي‌ چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل  او ۴۸ تنه نور ټپیان شول.

د برید مسوولت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist