Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
استرالیا د بې ګناه وژل شویو افغانانو کورنیو ته غرامت ورکوي

استرالیا د بې ګناه وژل شویو افغانانو کورنیو ته غرامت ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/24

د اسټرالیا دولت د ایتلافي ځواکونو په چوکاټ کې د پوځي ماموریت پرمهال، افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو پر وړاندې شویو بشر ضد جنایتونو په بدل کې د غرامت ورکولو ارزونې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی.

د دغه هېواد دفاع وزارت په دې اړه یوه لنډ راپور کې ویلي، د قاضي روټ مک کول په نوم دغه استازی به په دې تړاو د خپور شوي راپور او په کې د وړاندې شویو ثبوتونو له څېړلو وروسته، په دې تړاو مالومات وړاندې کړي.

په دې راپور کې دغه راز راغلي، د کره او معتبرو ثبوتونو له موندنې وروسته به د انټوني البانېز پر مشرۍ د اسټرالیا حکومت د هر قرباني شوي افغان کورنۍ ته مالي او غیر مالي غرامت ورکړي.

د راپور یوه برخه:« د البانېز حکومت؛ قاضي روټ مک‌ کول د افغانستان د غرامت د جبران د طرحې ارزونکي په توګه ټاکلی. د اسټرالیا دفاعي ځواکونو د سرپلټونکي راپور د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د غرامت د ورکړې۱۵ سپارښتنې لري چې د عملیاتو پر مهال په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو له لوري د شتمنیو له ‌منځه وړلو، برید او غیرقانوني وژنو په تړاو معتبر مالومات ښیي.»

له دې پرېکړې وروسته، د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال ریچارډ مارلېز په خپلو څرګندونو کې دغه پرېکړه په افغانستان د ترسره شویو جنایتونو قربانیانو ته د درناوي او د هغوی له کورنیو سره د ملاتړ او په دې برخه کې د یو مهم ګام په مانا بللې.

مارلېز په دې اړه ویلي: « د غرامت ادعاوو ته د رسېدنې لپاره د یوې رڼې پروسې ایجادېدل اغېزمنو شویو کسانو ته درناوی ښيي. دغه طرحه په افغانستان کې د اسټرالیا دفاعي ځواکونو د غړیو له لوري د عملیاتو پر مهال له اغېزمنو شویو کسانو د البانېز حکومت ملاتړ څرګندوي.»

په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جنایاتو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته، د دې هېواد د وخت حکومت په دې تړاو د پلټنو امر وکړ چې له ارزونو وروسته د ۲۰۲۰زېږدیز کال د اپریل په لومړۍ نېټې په دې تړاو ۴۶۵مخیز راپور خپور شو.

 په راپور کې قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د تاوان ورکولو سپارښتنه شوې وه.

د راپور تر خپرېدو وروسته، په ۲۰۲۰زېږدیز کال د اسټرالیا د هغه مهال لوی درستیز د ټولو اسټرالیانو په استازیتوب، د خپلو ځواکونو له لوري د عامو افغانانو پر وړاندې ترسره شویو بشرضد، غیرقانوني او ناوړه کړنو په تړاو له افغانانو بښنه وغوښته.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د ۲۰ کالو په تېرېدو سره چې کله بهرني ځواکونه په افغانستان کې وو، تقریبا ً ټولو یې جنګي جنایتونه ترسره کړي، ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې، ودانیو، څارویو او هرڅه ته یې زیان رسولی، حتا چاپېریال، نباتاتو او ځنګلونو ته یې هم زیان اړولی، نو بنا ًدا یو ښه اقدام دی چې استرالیا پيل وکړ او له نړیوالو اصولو سره سم یې یو پلاوی وټاکه ترڅو راشي او دغه څېړنه وکړي، بیا یې په خپل جرم اقرار وکړ او دا تر ټولو ښه ثبوت دی چې دوی په خپله وايي موږ داسې یوه کړنه ترسره کړې، څېړنه کوو او غرامت ورکوو.»

ځېنې نور بیا په دې اند دي چې په افغانستان کې د ۲۰ کلن پوځي حضور پر مهال که څه هم بې شمېره جنګي او بشري جنایتونه ترسره شوي، خو ډېری هغه د مستند کېدو او د شواهدو د نه موجودیت له کبله نه دي را برسېره شوي.

که څه هم شنونکي د پېښې قربانیانو ته غرامت ورکړه مهمه ګڼي خو ورسره څنګ کې د هغو ټولو کسانو د محاکمې غوښتنه کوي چې په افغانستان د عامو او بې دفاع افغانانو په وژلو تورن دي.

د سیاسي چارو شنونکی بلال احمد فاطمي وايي: « دغه کار ستونزه نه حلوي، خو خساره او تاوان د درد کمښت لپاره بهتر عمل دی او نړیوال به د دې راپورونو په پایله کې چې کله ثابته شي، باید هڅه وکړي چې په نورو ملکونو یرغل ونه کړي او که یرغل کېږي بیا ظلم ونه شي او که ظلم هم کېږي، باید پر رسمیت وپېژندل شي او ښکېلو کسانو ته د هغې په مقابل کې سزا ورکړل شي.»

د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ زېږدیز کالو ترمنځ د ناټو ایتلاف اړوند ځواکونو په اډنه کې څه باندې ۲۶زره اسټرالیايي ځواکونو پوځي ماموریت ترسره کړی چې له دې ډلې ۳ زره یې د ځانګړو عملیاتو په ډله کې پر دندو بوخت وو او په دې موده کې یې ۴۱ سرتېري د جګړو پر مهال له لاسه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist